د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د برښنا د فابریکې کارونه بیا په ټپه درېدلي


د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د برښنا د فابریکې کارونه بیا په ټپه درېدلي دي.

که څه هم د دې فابریکې د رغولو قرارداد اووه کاله وړاندې لاسلیک شوی دی، خو څو میاشتې وړاندې يې د یوه هندي شرکت څخه چارې د سنټرال په نوم افغاني شرکت ته ورکول شوي او بېرته پیل شوې.

د ازادي راډیو خبریال تېر ځل ګرشک ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د برښنا د دغه فابریکې د کارونو د پیل خبر ورکړی و، خو دا ځل په یوه نوي راپور کې وايي چې کارونه‌يې په ټپه ولاړ دي او دغه کار د ګرشک ولسوالۍ خلک ناهیلې کړي دي.

ویل کېږي د ګرشک د برښنا د فابریکې کارونه د هلمند د والي په امر درول شوي دي.

دا چې د هلمند چارواکي څه وايي؟

په اړه‌يې نور تفصیل د الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:17 0:00

XS
SM
MD
LG