د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

سرچینه: د طالبانو استازو نن په قطر کې له امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې کړي


د طالبانو استازو د دوشنبې په ورځ په قطر کې له امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره کړې ده.

د طالبانو یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره خبرې پیل کړي.

سرچینې زیاته کړه چې دا خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مېکانیزم او څرنګوالي متمرکزې وې.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې که د دغو بحثونو اجنډا له هغه څه ووځي چې دوی یې وړاندیز کړی، نو طالبان به دې خبرو ته دوام ورنه‌کړي.

طالبانو له امریکایي استازو سره په لومړي دور خبرو کې پر دې ټینګار کاوه چې باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر لارو چارو غور وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته خپل وروستی سفر چې د جنورۍ له اتمې یې پیل کړی و، له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته د جنورۍ پر ۲۱مه پای ته ورساوه او دوحې ته ولاړ.

وسله‌والو طالبانو له لومړي سره په دې خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي له ګډون سره مخالفت کړی دی.

تر اوسه افغان حکومتي سرچینو او یا د امریکایي استازو له‌خوا په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG