د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د کابل د شکایتونو د څېړلو لومړنی پړاو پيل شوی


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل حوزې د شکایتونو د څېړلو لومړنی پړاو پيل شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د دې لپاره چې د کابل په حوزه کې د شکایتونو کچه لوړه ده، نو دغو شکایتونو ته د رسېدنې لپاره‌یې د ولایتي دفترونو کمېشنران هم کابل ته راغوښتي دي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، د دغو شکایتونو د څېړلو لومړۍ مرحله پيل شوې ده.

ده زیاته کړه:

"مراحل پيل شوي چې په‌کې تصنیف، ارزونه، تحلیل، شکایتونو ته رسېدنه او په اړه‌يې پرېکړه کول شامل دي، د شکایتونو له ثبته دوه اوونۍ وروسته ولایتي دفتر دغو شکایتونو ته رسېدنه کوي، که له دې وروسته هم شکایتونه موجود وي، نو مرکزي کمېسیون بیا دوه اوونۍ وخت لري چې دغو ټولو قضایاو ته رسېدنه وکړي."

ښاغلی روحاني وايي، د کابل ولایت د لومړنیو پایلو په اړه ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي وو چې د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا په خپلو ژمنو عمل نه‌کول او د شکایتونو د ډېروالي له امله ښايي دغه کمېسیون په خپلې پخوانۍ پرېکړې یعنې د کابل د رأیو په باطلېدو ټینګار وکړي.

د کابل ولایت ځينو معترضو نوماندانو هم ویلي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي او پایلې يې نه‌مني.

دوی ویلي چې د رأیو د بیا شمېرلو او تفتیش په بهیر کې د کمېسیون په داخل کې مالي فساد شوی او دوی د عدالت ټینګښت غواړي.

د فېسبوک يو شمېر کاروونکو هم بار بار دا خبره کړې چې د کابل په حوزه کې زیات شمېر کامیاب شوي نوماندان سوداګر او مافیا دي.

بل‌خوا له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه وايي، کمېسیون په دغه مرحله کې باید شفافیت او عدالت په جدي توګه په پام کې ونیسي.

ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید

​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید وايي:

"کمېسیون باید د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو قضیې په جدي توګه وڅېړي، کوم اسناد چې ښکاره نه‌دي، له شکایت کوونکو نور اسناد او شواهد وغواړي، د قانون په رڼا کې دغه بهیر په شفاف او عادلانه ډول مخته يوسي او پرېکړې په وخت سره اعلان کړي."

ښاغلی رشید وايي، په ځينو مواردو کې د شکایت کوونکو اسناد په باطله دانۍ کې غورځول کېږي او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تر کمېشنرانو نه‌رسېږي چې دغې موضوع دوی ته اندېښنې پيدا کړې دي.

نوموړی ټينګار کوي چې که دغه بهیر په شفاف او عادلانه ډول پر مخ یونه‌وړل شي، نو يو بل ناورین به وزېږوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG