د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

د ولسي جرګې ځيني غړي: حکومت باید د کورنیو چارو وزیر ژر تر ژره معرفي کړي


آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان
آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان

د افغانستان د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، حکومت ته ښايي چې د کورنیو چارو وزیر ژر تر ژره معرفي کړي.

د کورنیو چارو له وزارته د امرالله صالح له تګ وروسته د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د دې لپاره چې د انتخاباتو لپاره ښه امنیتي پلان جوړ شوی وي، باید د وزارت نوی وزیر ژر په کار پیل وکړي.

د دغې جرګې نایب منشي عرفان‌الله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، د کار تراکم او اوسني وضعیت ته په کتو، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته به سخته وي چې د کورنیو چارو د وزارت چارې هم سمبال کړي.

ده وویل:

"په دغو سختو شرایطو کې به مناسبه دا وي چې ځانګړی یو کس د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي، ډاکتر صاحب محب خپله وړ شخص دی، خو د کار ډېروالي او اوسني وضعیت ته په کتو، دا به سخته وي چې دواړه ادارې مدیریت کړي."

په همدې حال کې یوه باوري سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې یاد شي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت ته د محمد یاسین ضیا ټاکنه د حکومت یو انتخاب دی.

ارشیف، د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په برخه کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال محمد یاسین ضیا
ارشیف، د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په برخه کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال محمد یاسین ضیا

​دا سرچینه وايي:

"یاسین ضیا یو انتخاب و او لا هم دی، خو دا چې نور انتخابونه هم رامخې ته کېږي که نه، تر اوسه معلومه نه‌ده."

تر اوسه جمهوري ریاست او خپله ښاغلي ضیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

جنرال ضیا دا مهال د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په برخه کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال دی.

ده له دې وړاندې د تخار د والي او د ملي امنیت ریاست د مرستیال په توګه هم دندې تر سره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح د شنبې په ورځ له دې امله استعفا وکړه چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه د هغه له ټيم سره یوځای شو.

ولسمشر غني تېره شپه د کورنیو چارو له وزارته لیدنه وکړه او د وزارت منسوبینو له لیدو وروسته‌يې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته دنده وسپارله چې د نوي وزیر تر معرفۍ پورې د دغه وزارت چارې هم مخته یوسي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویل، دا مهال ښاغلی محب د کورنیو چارو د وزارت د کارونو مدیریت او څار کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند طارق ارین
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند طارق ارین

​ده زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت خپل سیستم لري او کارونه‌يې په نورمال شکل مخته روان دي، د وزارت مرستیالان په خپل ځای دي، خو د ملي امنیت شورا سلاکار د حکومت د رهبرۍ د حکم له مخې دغه وزارت ته د نوي وزیر تر معرفۍ د کورنیو چارو وزارت له کارونو څارنه، مدیریت او ورته رسېدنه کوي."

له دې سره د کورنیو چارو پخواني وزیر ویس برمک ازادي راډيو ته وویل، هغه سیستم ته په کتو چې د کورنیو چارو وزارت‌يې لري، د دغه وزارت چارې له څه ستونزو سره نه‌مخ کېږي.

خو هغه وویل، د دې لپاره چې د کورنیو چارو وزارت تر اوږدې مودې د رهبرۍ له نشتوالي سره مخ نه‌شي، ښه دا ده چې نوي وزیر ته د چارو مسؤلیت وروسپارل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG