د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

اسرائیلي پوځ نن په سوریه کې د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه تأیید کړل


د اسرائیل ملي بیرغ
د اسرائیل ملي بیرغ

د اسرائیلو پوځ تأیید کړې ده چې په سوریه کې یې نن د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه کړي.

د اسرائیلو پوځ په دې اړه وروسته له هغې اعلامیه خپره کړې چې وايي، دفاعي سیستم‌یې د ګولان په لوړو کې د اسرائیلو په خوا ورتلونکي توغندي شنډ کړي دي.

د اسرائیلو پوځ وايي، موږ د سوریې په خاوره کې د ایران د قدس ځواک پر اهدافو بریدونه پیل کړي.

د اسرائیلي پوځ په اعلامیه کې دا هم ویل شوي:

"دوی د سوریې وسله‌والو ځواکونو ته پر اسرائیلي خاوره او ځواکونو د برید یا زیان اړولو د هرې هڅې په وړاندې خبرداری ورکوي."

په دې اعلامیه کې ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو اسرائیل له اوږدې مودې راهيسې ټینګار کوي چې په خپل ګاوندي هېواد سوریه کې به د ایران نظامي حضور ونه‌زغمي.

د سوریې په یوه جګړه ځپلې سیمه کې د دغه هېواد بیرغ
د سوریې په یوه جګړه ځپلې سیمه کې د دغه هېواد بیرغ

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي، توغندي د دمشق هوايي میدان ته نږدې او د پایتخت په شااوخوا سیمو کې لګېدلي او ظاهراً په‌کې د وسلو هغه زېرمې په نښه شوي چې ایراني ځواکونه او د حزب‌الله ملېشې یې کاروي.

دا ډله وايي، په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د سوریې پوځ هم ویلي چې اسرائیلو پرې د دوشنبې د ورځې په سهار د رهبري شویو توغندیو برید کړی، خو په وینا یې چې د دوی د هوايي دفاع سیستم د دې توغندیو ډېری یې مخکې له دې چې اهدافو ته ورسېږي، له‌منځه وړي دي.

د سوریې پوځ همدارنګه زیاته کړې چې دوی د دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د دې بریدونو متقابل ځواب ورکړی دی.

د سوریې دولتي ټلوېزیون وايي، د دمشق هوايي ډګر ته په نږدې سیمې اسرائیلو شپږ توغندي ویشتي، پنځه‌یې هوا کې له‌منځه وړل شوي او یو یې په نږدې سیمه کې په کروندو کې لګېدلی دی.

د روسیې رسنیو بیا د روسیې د ملي دفاع د مرکز په حواله ویلي چې د اسرائیلو له‌خوا پر سوریه ویشتل شوي تر ۳۰ زیات توغندي او رهبري شوي بمونه په هوا کې له‌منځه وړل شوي دي.

مسکو همدارنګه ویلي چې په دې بریدونو کې څلور سوریايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

روسیه او ایران د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت مهم ملاتړي دي.

اسرائیل وايي، ایران ته به په سوریه کې د پوځي اغېز د پیاوړتیا اجازه ورنه‌کړي.

XS
SM
MD
LG