د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتلهیې سږ کال د اوزګارتيا کچه راټيټه کړې.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ته په قانوني ډول د افغان کارګرو لېږل، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د کاري زمینې برابرول، حرفوي او فني زدهکړې د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې د دغه وزارت مهم اقدامات دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیضالله ذکي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» د ۱۳۹۷ مالي کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه وزارت د کورنیو او بهرنیو ادارو په همکارۍ توانېدلی چې په روان کال کې کاري فرصتونه زیات کړي.
ده زیاته کړه:
" د کاري زمینو د برابرولو لپاره بودجه په ښه توګه ترتیب شوې ده، یعنې هره هغه پروژه چې بودجه نهشي لګولی، نورو پروژو ته ورکول کېږي، په همدې اساس سږ کال د کار موندنې فرصتونه ډېر شوي او د کار ملي پالېسي او د کارګرانو د لېږلو ملي ستراتېژي جوړې شوي او په ماشومانو د کار د منعې ستراتېژي هم وروستۍ شوې ده، یعنې د کارګرانو د حقوقي شرایطو د ښهوالي لپاره مهم کارونه ترسره شوي دي."
ښاغلي ذکي وویل، په روان کال کې د فني او حرفوي زدهکړو د ملي ادارې په جوړولو سره په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۵ زرو زیات کسان د حرفوي زدهکړې په برخه کې روزل شوي دي.
په دغه ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ۹۷ سلنې عادي بودجې او ۱۹،۱۵ سلنه پرمختیایي بودجې لګول ښیي چې د کار موندنې په برخه کې اقدامات زیات شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې د کاري زمینو د برابرولو خبره کوي چې اوسمهال د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان له بېکارۍ ځورېږي.
له دې وړاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت هم ویلي چې نږدې یو میلیون لوستي ځوانان بېکاره دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو ټولنې رئیس معروف قادري که څه هم د دغه وزارت له اقداماتو هرکلی کوي، خو وايي چې د بېکارۍ د کچې د راټيټولو لپاره باید لا نور اقدامات وشي.
نوموړي وویل:
"تاسې په دې پوهېږئ چې د اوزګارو کسانو شمېره زیاته ده او په دې کې لوستي ځوانان هم ډېر دي، خو هغه څه چې موږ هيله لرو، تر اوسه پورې ترسره شوي نهدي، زموږ غوښتنه دا ده چې په کلني ډول یو تر یو نیم میلیونه پورې کاري فرصتونه برابر شي، څو په راتلونکو کلونو کې د کمو اوزګارو کسانو شاهدان واوسو."
ښاغلي قادري وویل، په کلني ډول د کار په شرایطو برابر څلور لکه ځوانان د اوزګارو کسانو په ډله کې شاملېږي چې له دې امله ډېری ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
راپور: ناجیه ساپۍ