د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د اوبو او برښنا وزارت: د اوبو له ۱۰ زیات زاړه بندونه او تأسیسات بیارغونه غواړي


د سلما بند
د سلما بند

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، د افغانستان د اوبو څه باندې ۱۰ بندونه او تأسیسات زاړه شوي او تخنیکي بیارغونې ته اړتیا لري.

دا وزارت وايي، په هېواد کې د اوبو عمده بندونه او تأسیسات چې ۵۰-۶۰ کاله مخکې د وخت د تخنیکي معیارونو پر بنسټ جوړ شوي، وخت پرې اوښتی او اوس تخنیکي سروې او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

دغه وزارت د نړیوال بانک په مرسته د هېواد د اوبو د بندونو او تأسیساتو د تخنیکي ارزونې لپاره "د بندونو د مصونیت په نامه" یو لارښود جوړ کړی چې د دوشنبې په ورځ‌یې په کابل کې د اوبو د بندونو او تأسیساتو کورنیو او بهرنیو کارکوونکو ته معرفي کړ.

د دغه وزارت د اوبو د پروګرامونو رئیس فرهاد نورزي وویل:

"موږ د اوبو شاوخوا ۲۰ لوی او واړه بندونه لرو چي پخوا جوړ شوي، اوس څه ناڅه وران شوي او تخنیکي ستونزې هم لري او د دغه لارښود له مخې کولای شو چې ترمیم‌یې کړو."

ده وویل، درونټه، دوهم سروبي، قرغه، ماهیپر، نغلو، سر حوض فاریاب، سلطان، دهله، کجکي او داسې نور هغه د اوبو بندونه دي چې یو شمېر افغان او بهرنیو متخصصینو په وروستیو دوو کلونو کې ارزولي، زیانمنې برخې یې په ګوته او د جوړ شوي لارښود له مخې به ورغول شي.

د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې دم‌ګړۍ د درونټې او قرغې د اوبو د بندونو د ترمیمولو چارې روانې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څو کاله مخکې په غزني ولایت کې د سلطان بند چې په پخواني معیار جوړ و، اوبو ونړاوه.

د اوبو د پخوانیو بندونو د ترمیمولو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې په ځینو ولایتونو کې د اوبو د بندونو د نشتوالي له امله، د هېواد د یو شمېر عمده سیندونو اوبه ګاونډیو هېوادونو ته تېرېږي.

د چارو پوهان د دغو بندونو بیارغول ضروري ګڼي او وايي، په هېواد کې به د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه کمه کړي.

د دغو پوهانو له ډلې غلام رسول صمدي ازادي راډیو ته وویل:

"که د دغو زړو بندونو کوم ځای خراب شوی وي، یا ستونزې ولري، بیارغول‌یې مهم دي، له یوې خوا د بندونو بېرته تړل اوبه کرنې لپاره اماده کېږي او له بلې خوا د ځمکې لاندې اوبه بېرته ذخیره کېږي او سطحه‌یې لوړېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي، که څه هم افغانستان د کرنې او څښاک لپاره کافي اوبه لري، خو د اوبو د سیستمونو د نه‌موجودیت له امله اکثره اوبه ضایع کېږي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې ویلي چې په هېواد کې به د اوبو ۲۶ عمده بندونه جوړ کړي چې هم د اوبو د کمښت ستونزه کمه او هم به کافي اندازه برښنا تولید کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG