د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د اسنادو څېړنه پیل شوه


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د رسمي نوماندانو د اسنادو د څېړلو بهیر پیل شوی دی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډيو ته وویل چې په وروستي لېست کې د شاملېدو لپاره باید نوماندان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له فلتره تېر شي.

ده وویل:

"د دغو نوماندانو اسناد څېړل کېږي او له هغه وروسته به په لومړني لېست کې شامل شي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نافذه قوانینو ته ژمن دی او کوم شرایط چې قانون وضع کړي، عملي کوي یې."

د قانون پر اساس، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه اوونۍ وخت لري، څو د دغو نوماندانو اسناد وڅېړي.

د افغانستان د تابعیت لرل، په جرمونو نه‌محکومېدل، د ۴۰ کلنۍ عمر او د یو لکو رأی ورکوونکو ملاتړ لرل د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره مهم شرطونه دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر چې ۱۰ ورځې وخت ورته ټاکل شوی و، تېره ورځ پای ته ورسېد.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، دوه نوماندان د قانوني عمر د نه‌پوره کولو او یو شمېر نورو شرایطو له امله ونه‌توانېدل چې ځانونه کاندید کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون، دغو انتخاباتو ته ۱۸ کسانو رسمي نوم لیکنه کړې ده.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا له افغان حکومته غواړي چې تېرو تېروتنو ته په پام باید روانه پروسه ښه مدیریت کړي.​

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‌زاده​

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‌زاده وویل:

"کومو کسانو چې نوم‌لیکنه کړې، اسناد یې باید په ښه توګه وڅېړل شي، همدارنګه کوم کسان چې جرمي سابقه لري او یا په کوم جرم محکوم شوي او له انتخاباتي معیارونو سره برابر نه‌دي، باید ډېر ژر عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي، موږ واقعاً له دې وضعیته اندېښمن یوو، یوه اندېښنه مو له کمېسیونه او بله اندېښنه مو له انتخاباتي ټکټونو ده، که چېرې زموږ دغه اندېښنې په پام کې ونه‌نیول شي، افغانستان به له کړکېچن وضعيت سره مخ شي."

ښاغلی ایوب‌زاده وايي، په دغو نوماندانو کې داسې کسان هم شته چې شتون‌یې د اندېښنې وړ دی.

د ده په وینا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې تر څنګ چې د داسې کسانو نومونه په لېست کې شامل نه‌کړي باید یاد کسان د بشري حقونو د سرغړونې او په فساد کې د لاس لرلو په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG