د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

سپېدار: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه لا هم نه‌ده برابره شوې


سپېدار ماڼۍ، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست
سپېدار ماڼۍ، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لا هم د سولې د مخامخ خبرو لپاره زمینه نه‌ده برابره شوې.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې روانې هڅې پر سم لوري روانې بللي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي چې کولای شي، ښې پایلې ولري، خو د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې پاکستان لا هم د افغان سولې په برخه کې عملي اقدامات نه‌دي کړي او یوازې خپلې پخوانۍ ژمنې تکراروي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیل‌زاد وروستی سفر د افغان سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړي کېدو په برخه کې مثبت وباله، خو له پاکستانه‌يې غوښتنه وکړه چې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

فریدون خوځون د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند
فریدون خوځون د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند

ده زیاته کړه:

"پاکستان باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي، ترڅو د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره شي چې تر اوسه دا زمینه برابره نه‌ده، زموږ تمه دا ده چې زلمی خلیل‌زاد او نور امریکايي مقامات په پاکستان فشار راوړي، ځکه لا هم د پاکستان په عمل کې بدلون نه‌دی راغلی، سره له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې کابل ته راغلی و، ښې ژمنې يې وکړې، خو لا عملي شوې نه‌دي، نو اوس وخت رارسېدلی چې دا ژمنې باید عملي بڼه خپله کړي."

ښاغلي خوځون وویل، که څه هم ښاغلي خلیل‌زاد د پاکستان د سفر جزئیات له افغان حکومت سره نه‌دي شریک کړي، خو هیله‌مندي يې وښوده چې نوموړی به د افغان سولې په برخه کې د کابل غوښتنې تر اسلام‌اباده رسولي وي.

زلمي خلیل‌زاد د جنورۍ له اتمې سیمې ته سفر پیل کړی و چې په ترڅ کې یې عربي متحده اماراتو، هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ.

ده تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې سیمې ته‌يې خپل اوسنی سفر بشپړ کړ او ښې لیدنې یې درلودې.

خلیل‌زاد په پاکستان کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وکتل، خو د خبرو جزئیات‌يې تر ډېره په ډاګه نه‌شول.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلی خلیل‌زاد به نن په قطر کې له طالب استازو سره هم خبرې اترې وکړي، خو دا خبر تر دې دمه په رسمي ډول نه‌دی تأیید شوی.

هڅه مو وکړه چې سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر د پایلو په اړه د افغانستان د سولې شورا نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر مثبتو پایلو ته په تمه دي.

د دغه کمېسیون غړی نادر خان ګټوازی باور لري چې پاکستان هم بالاخره بله لاره نه‌لري، ځکه د نوموړي په وینا، یاد هېواد چې د افغانستان په سوله کې څومره ګټه کولای شي، په جګړه کې يې نه‌شي ترلاسه کولای.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی

دی وایي:

"پاکستان دا اوس له ډېرو بدو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، که نړیواله ټولنه په دې هېواد خپلو فشارونو ته همداسې دوام ورکړي، نو زه په ډاډ سره ویلی شم چې پاکستان ډېر معامله‌ګر هېواد دی، په خپل دریځ کې به بدلون راولي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې د سولې راتګ هم د یوې او دوه ورځو خبره نه‌ده، وخت به نیسي او موږ به خپله هيله له لاسه نه‌ورکوو."

ښاغلی کټوازی وايي چې دا ځل په پاکستان کې د زلمي خلیل‌زاد ډېره پاتې کېدنه او د افغان جګړې په اړه د پاکستان د یو شمېر مذهبي ګوندونو نرم چلند په ډاګه کوي چې د دې هېواد په دریځ کې بدلون راغلی دی.

خو په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند له امریکا غږ اشنا راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان په امن کې د پاکستان "دلچسپي" کمه ده او اسلام‌اباد ټول پام په افغانستان کې د هند حضور ته اړولی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG