د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د انتخاباتو کمېسیون د ۹ ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د نهو ولایتونو انتخاباتي وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نهو ولایتونو د انتخاباتو په وروستیو پایلو کې یې لږ بدلون راوستی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوې علني غونډه کې وویل چې د دغو ولایتونو په وروستیو پایلو کې یوازې یوه ښځه لېرې شوه او پرځای یې بله ښځه راغلې ده.

دی وایي:

آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد
آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد

"دغه ولایتونه عبارت دي له سمنګان، بامیان، دایکنډي، لغمان، زابل، ارزګان، جوزجان او پروان څخه چې الحمدالله په وروستیو پایلو کې یې هېڅ جدي بدلون نه دی راغلی، په لږ څه بدلون پایلې تأیید شوې، یوازې د ارزګان په پایلو کې یو ښځه لېرې شوې."

ښاغلي صیاد زیاده کړه چې ډېر ژر به د یو شمېر نورو ولایتونو د ولسي جرګې د رأیو وروستۍ پایلې هم اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو ممکن د ټولو ولایتونو په وروستیو پایلو کې د پام وړ بدلون راشي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د یو شمېر ولایتونو د رأیو د وروستیو پایلو له اعلانه هرکلی کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو پایلو کې ځکه کم بدلون راغلی چې یا خو د لومړي لېست له اعلانه وروسته کم شکایتونو ثبت شوي او یا هم په دغو ولایتونو کې انتخاباتي کړکېچ کم و.

ده زیاته کړه:

آرشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
آرشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"دغه پایلې چې ژر اعلان شوې او کم بدلون په کې راغلی، هغه ولایتونه دي چې انتخاباتي ستونزې په کې کمې وې او هم شکایتونه کم ثبت شوي وو، اوس به ولیدل شي چې انتخاباتي کمېسیونونه په هغو ولایتونو کې چې د کړکېچ کچه په کې لوړه وه، څه ډول چلند کوي."

بل خوا تېره اوونۍ د کابل ولایت او د کوچیانو د حوزې وروستۍ پایلې اعلان شوې، یو شمېر معترضو کاندیدانو ویلي چې دغه پایلې ورته د منلو وړ نه دي او د شکایتونو کمېسیون وايي چې تراوسه له دوی سره شااوخوا زر شکایتونه ثبت شوي دي.

اوس به ولیدل شي چې دغه کمېسیون په څومره وخت کې دغه شکایتونه څېړي او وروستۍ پایلې یې اعلانوي.

راپور: رحمت الله افغان

سمنګان

  • حیات‌الله سمنگاني
  • مخدوم ابدال الله محمدي
  • ضیاالدین ضیا
  • استاد محبوبه رحمت

بامیان

  • محمد رحیم علي‌یار
  • الحاج ظهیرالدین جان آغا
  • سید محمد جمال فکوري بهشتي
  • نېکبخت فهیمي

دایکنډي

  • سید محمد داوود ناصري
  • ریحانه ازاد
  • علي اکبر جمشیدي
  • شیرین محسني

لغمان

  • جنرال عبدالمنیر تره‌خېل
  • محمد رفیع مموزی
  • انجنیر محمد عالم قرار
  • الحاج زیفنون صافی

زابل

  • عبدالقادر قلاتوال
  • حمیدالله توخي
  • زهرا توخي

ارزګان

  • بسم‌الله جان محمد
  • قدرت‌الله رحیمي
  • بي بي ګلالۍ محمدي

جوزجان

  • حاجي باتور دوستم
  • بکتاش ایشچي
  • محمد کریم جوزجاني
  • عزیزالله الفتي
  • حلیمه صدف کریمي

پروان

  • عبدالعزیز - همایون هریرود
  • الحاج میر رحمن رحماني
  • صدیق احمد عثماني
  • الحاج عبدالظاهر سالنګی
  • ذکیه سنګین
  • ماستر سامعه عزیزي سادات​
XS
SM
MD
LG