د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د افغانستان مشرانو جرګه د ۴۵ ورځو لپاره تعطیل شوه


ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې د غونډو تالار
ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې د غونډو تالار

د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې اتم تقنیني کال د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد او د مشرانو جرګې غړي د روان لمریز کال د دلوې له لومړۍ نېټې د حوت تر پنځلسمې پورې د ژمنیو رخصتیو په نامه تعطیل شول.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې د تفنیني کال د پای ته رسېدو په وروستۍ عمومي غونډه کې وویل، یادې جرګې په روان تقنیني کال کې خپل ټول فعالیتونه د هېواد له اساسي قانون او د ملي شورا له نافذو مقرراتو سره سم ترسره کړي دي.

ده وویل، ټولو سناتورانو هم د کمېسیونونو په ځانګړو ناستو او هم د جرګې په عمومي غونډو کې د خلکو غږ پورته کړی او حکومت ته یې رسولی دی.

ارشیف، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار
ارشیف، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار

ده وویل:

"د افغانستان د ملي ګټو، د خلکو د دردونو، ملي وحدت، د عدالت د تامین او د قوانینو د تصویب اړوند مو تل غږ پورته کړی، د قوانینو په تصویب کې مو د حکومت، نظام او خلکو ستونزې په پام کې نیولي، خپل مسلمان ملت ته ډاډ ورکوو، په څه چې پوهېږو، له هغې مو په استفادې سره د ملت لپاره خپلې دندې په جدیت سره ترسره کړي دي."

د ملي شورا د کورنیو اصولو له مخې د جرګې غړي مکلف دي چې په دغو تعطیلاتو کې خپل موکلین له نږدې وویني، ستونزې او غوښتنې یې راټولې او د حل لپاره یې حکومت ته وړاندې کړي.

تېره ورځ ولسي جرګې هم په خپلې وروستۍ عمومي غونډه کې خپله ژمنۍ رخصتي اعلان کړه.

د دولت د لوړپوړو چارواکو استجواب، د قوانینو تصویبول، په سیمه ییزو او نړیوالو تفاهمنامو بحث کول، د بودجې تصویبول، حکومت ته د طرحو وړاندې کول، د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکول، د جرګې د کمېسیونو ځانګړو غونډو ته د چارواکو غوښتل او داسې نور هغه کارونه دي چې مشرانو جرګې په اتم تقنیني کال کې ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوی په وروستۍ غونډه کې اعتراف وکړ، کوم کارونه چې ولسي جرګې په دغه کال کې ترسره کړي، کافي نه وو.

د سیاسي چارو پوهان بیا د مشرانو جرګې د وروستي تقنیني کال فعالیتونه ډېر موثر نه ګڼي.

د دغو پوهانو له ډلې نادر معمار ازادي راډیو ته وویل:

"د ټلویزیون له لارې چې موږ شاهدان یوو، د دوی په اکثرو ناستو کې به نصاب پوره نه و، سربېره پر دې کومې پرېکړې چې دوی کړي، د هغو کسانو په ګټه شوي چې په قدرت کې وو، د اړتیاو له مخې یې پرېکړې نه دي کړي، کومه خوش باوري چې دوی یې لري، ملت به پرې نظر ورکړي، خو زما په فکر، د دوی ټولې ناستې سمبولیکې وې."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې هم ځینو سیاسیونو، مدني فعالانو او خلکو انتقادونه کړي چې د ملي شورا یو شمېر غړو خپل شخصي کارونه د شورا له کارونو پورته ګڼلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG