د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ولسي جرګه: د انتخاباتو زیاتره ټکټونه د ګوندي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو تالار
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو تالار

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو زیاتره ټکټونه د ګوندي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي.

د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د زیاترو انتخاباتي ټکټونو جوړښت ته په کتو باور دا دی چې دغه انتخاباتي ټکټونه د ګوندي، قومي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي.

په دې اړه عام تحلیل دا دی چې انتخاباتي ټکټونه واک ته د رسېدو لپاره جوړ شوي، نه د هېواد د روان وضعیت د بدلون او د خلکو د خدمت لپاره.

د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان عرفان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو انتخاباتي ټکټونو کې له همدا اوسه د څوکیو پر وېش بحثونه او خبرې روانې دي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان عرفان
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان عرفان

دی وایي:

"زیاتره ګوندونه چې په انتخاباتي ټکټونو کې داخلېږي، خپل ګوندي، سمتي او شخصي ګټو ته ګوري، د افغانستان روان وضعیت ته دوی نه ګوري او نه یې هم د ښه والي لپاره کومه برنامه لري، په داسې حال کې چې دوی لا بریالي شوي هم نه دي، په وزارتونو باندې بحث روان دی، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی د واک لپاره ځان نوماند نه کړي، بلکې د خدمت لپاره نوماند شي."

د ښاغلي عرفان په خبره، که څه هم يو شمېر نوماندان په دې پوهېږي چې په هېڅ صورت بریالي کېدای نشي، خو د دې لپاره چې ځانونه مطرح کړي او امتیاز ترلاسه کړي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې نوملیکنه کړې.

په دې برخه کې يو انتقاد دا هم دی چې په افغانستان کې يو شمېر ګوندونه او ائتلافونه په انتخاباتونو کې د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره جوړ شوي، نه د خلکو د خیر ښګیڼې لپاره.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د روانو چارو ځیني کارپوهان وايي، تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې سیاسي ائتلافونه ډېر ځله د شخصي، سمتي او ګوندي ګټو پر بنسټ رامنځته شوي چې همدې مسایلو ته په پام سره ‌یې عمر ډېر لنډ وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د ۲۹مې ولسمشریزو انتخاباتو ته عبدالحکیم تورسن، شهاب حکيمي، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامز تمنا، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار ، احمد ولي مسعود او رحمت الله نبیل نوملیکنه کړې.

د يو شمېر راپورونو له مخې ویل کېږي چې سبا يکشنبه به ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او يو شمېر نور نوماندان هم د انتخاباتو کمېسیون ته د نوملیکنې لپاره ولاړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید وايي، انتخاباتي ټکټونو ته په کتو داسې ښکاري چې دوی د هېواد د وضعیت د ښه والي لپاره کوم ځانګړی پروګرام او تګلاره نه لري.

ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید

ده وویل:

"په پروګرامونو باندې تراوسه کوم جدي بحث نه دی شوی چې هغه ټولو ته د منلو وړ وي، که تاسو وګورئ، يو کس چې پخوا د يوه کاندید په برنامه کې شامل و او د بل لوري سره په ټکر کې و او مخالف یې و، خو نن سره په همهغه ټکټ کې جوړېږي، نو دلته معلومېږي چې برنامې ډېرې مهمې نه دي، بلکې ګټل مهم دي."

ښاغلی رشید وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو په کار دا ده چې انتخاباتي ټکټونه د قومي، ګوندي او شخصي ګټو پرځای، د داسې پروګرامونو پربنسټ جوړ شوي وای چې د هېواد او د خلکو په خیر وي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG