د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

یو شمېر روغتیایي موسسو ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرداری!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نښان
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نښان

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر یو شمېر موسسو ته خبرداری ورکوي چې که چېرې خلکو ته په خپل وخت معیاري روغتیايي خدمتونه ونه رسوي، قراردادونه به ورسره فسخه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، په تړونونو کې شفافیت ته ژمن دی او د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی به تړونونه په جدې توګه څاري.

فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ د ۲۳ ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د تړونونو د لاسلیک پرمهال یو شمېر موسسو ته خبرداری هم ورکړ چې که چېرې خلکو ته په خپل وخت معیاري روغتیايي خدمتونه ونه رسوي، تړونونه به ورسره فسخه شي.

ده وویل:

"په هغه صورت کې چې موسسې ونه توانېږي چې معیارونه پوره کړي، زمونږ لومړی اقدام دا دی چې قرارداد به یې فسخه کېږي، فسخه شوې موسسه بلک لېست کېږي او مالي مجازات کېږي، تاسې ټولو ته معلومه ده چې دا ټول د مرسته کوونکو ادارو لکه نړیوال بانک او اروپایي ټولنې مرستې دي، په دې ۲۳ ولایتونو کې چې مونږ یې تړون کوو، دا د درېیو کلونو لپاره دي او نږدې ۲۳۷ میلیونه امریکایي ډالره دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

​د نږدې ۲۳۷ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د معیاري روغتیایې خدمتونو د رسولو دغه تړونونه په ارزګان، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، دایکنډي، فاریاب، فراه، کونړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، بامیان، بغلان، بلخ، تخار، جوزجان، زابل، سمنګان، غور، کندز، کندهار، نورستان او کابل کې د نړوال بانک په مالي ملاتړ پلي کېږي.

د افغانستان د روغتیا وزیر دغه شان په تړونونو کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری خلک په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو له کموالي او بې کیفیتۍ شکایت کوي.

روغتیايي چارواکي بیا وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا له امله اوس په دې هېواد کې په هرو ۱۰۰۰ ولادتونو کې د مړینې شمېره شپږاتیا ده، حال دا چې پخوا تر دې په هرو ۱۰۰۰ ولادتونو کې دغه شمېره ۲۵۷ وه.

په ورته وخت کې د افغان کورنیو د پیوستون موسسې مشر محمد همایون ساپي په دې ناسته کې ډاد ورکړ چې د شوي تړون له مخې به خلکو ته په خپل وخت معیاري روغتیايي خدمتونه ورسوي.

ده زیاته کړه:

"د انجوګانو په استازیتوب زه داسې ډاډ درکوم چې د قرارداد په اساس به خپل کارونه مخ ته وړو او روغتیا وزارت او خلکو ته به د شکایت ځای نه پرېږدو."

په کور دننه د معیاري روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو خبره په داسې حال کې کېږي چې دا مهال د هېواد ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې په مجموعي ډول پرې تقریباً درې سوه میلیونه ډالره لګېږي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تدابیر نیول شوي چې په هېواد کې دننه روغتیايي خدمتونه له یوې ورځې بلې ته پراخ او ښه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG