د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۱۹

ولسي جرګې خپلې اته کلنې کړنې له لاسته راوړنو ډکې وبللې


آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې ځيني عړي

د افغانستان د ولسي جرګې د اتم کال د شپاړلسمې تقنیني دورې په پای ته رسېدو سره، د دغې جرګې اداري پلاوي په خپله وروستۍ عمومي ناسته کې د اتو کلونو په لاسته راوړنو په تېره بیا، د وروستۍ دورې په اړه په مفصل ډول څرګندونې وکړې.

د دغې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د همدغې جرګې د منشي د راپور له بیانولو وروسته وویل چې دوی په شپاړلسمه تقنیني دوره کې په بریالۍ توګه کار کړی دی.

آرشیف، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
آرشیف، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

​ده وویل:

"د قانون جوړونې، د حکومت له کړنو د نظارت او له خلکو د استازیتوب په برخه کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې شته، دا په داسې حال کې چې روانې جلسې له ستونزو او کړاونو خالي نه وې او د چارو په ترسره کولو ځنډ او خنډ رامنځته او د قانون جوړونې او څارنې په برخه کې د حکومت په ناقصو همکاریو سربېره مو په بریالۍ توګه کار وکړ."

ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو او دغو انتخاباتو ته د اوسنیو برحالو وکیلانو نوملیکنه په دغه دوره کې د دوی د کار په وړاندې مهم خنډونه وګڼل.

هغه د دې مسایلو ترڅنګ د ناامنیو له زیاتوالي، په هېواد کې د فقر او اوزګارتیا له امله پر ستونزو هم اندېښنه وښوده.

د ولسي جرګې د اتم کال د شپاړلسمې تقنیني دورې د کړنو راپور د دغې جرګې د منشي میرداد نجرابي له لوري ولوستل شو.

په دغه راپور کې راغلي چې ولسي جرګې په دغه دوره کې ۴۷ عمومي، درې استیضاحیه، ۸ استجوابیه، ۴ استماعیه او ۳۲ عادي جلسې ترسره کړي دي.

ښاغلي نجرابي وویل، دوی د قانون جوړونې په برخه کې ۱۷ مصوبې صادرې کړي چې د قانون څو طرحې د بودجې له دوو تقنیني فرمانونو سره تصدیق او ۹ نړیوال سندونه یې لغوه کړي دي.

هغه دا هم وویل چې په اتو ناستو کې یې ۲۲ وزیران او مرستیالان استجواب کړي او د خلکو د استازیتوب په برخه کې یې په امتیازي ساعتونو کې له ۷۵۰ زیاتې بېلابېلې ستونزې بیان او ورته رسېدنه شوې.

ښاغلي نجرابي د دغې جرګې اته کلنې کړنې په لنډ ډول بیان کړې او ویې ویل چې دغې جرګې په اتو کلونو کې په ټوله کې اته پرانیستغونډې، ۵۹۸ عادي ناستې، ۲۶ استیضاحیه، ۱۴۴ استجوابیه، ۷۱ استماعیه، ۳۲ فوق العاده، ۲۴ احتجاجیه، ۹سري او په ټوله کې بیا په دغه دوره کې ۸۹۴ ناستې ترسره کړي دي.

د ولسي جرګې غړي د قانون پر بنسټ د ۴۵ ورځو لپاره پر ژمنیو رخصتیو ځي او تمه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د د ولسي جرګې د ورستیو پایلو له اعلان سره به راتلونکي کال کې نوي غړي په کار پیل وکړي.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي د دغې جرګې د اداري پلاوي د ادعاو پرخلاف په دې موده کې د کړنو په اړه رضایت نه لري.

دوه تنو وکیلانو رمضان بشر دوست او علي اخلاقي بیا هغه د اداري پلاوي په مدیریت نیوکه وکړه او ویې ویل:

"موږ د خلکو په حق کې ظلم کړی چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نشته، زموږ په جلسو کې پرته له استثنا هېڅ کله هم له سلو زیات کسان په کې نه وو."

"موږ باید اعتراف وکړو چې په دغې دوره کې د خلکو غوښتنې مو له بده مرغه پرځای نه کړې، د خپلو کړنو په ترسره کولو کې کمزوري وو او باید اعتراف وکړو، له هغو صلاحیتونو چې قانون دغې خونې ته ورکړی، ګټنه مو ونشو کړای."

له دې سره یو شمېر افغان حقوق پوهانو هم ولسي جرګه په خپلو کړنو کې ناکامه بولي.

له ډلې یې کبیر رنجبر وایي چې هغه صلاحتیونه چې اساسي قانون د ولسي جرګې غړو ته ورکړي، په سمه توګه یې نه دي ترسره کړي، په تېره بیا د نظارت په برخه کې یې ونشو کړای چې حکومت کنټرول کړي، بلکې برعکس معاملې یې کړي او په ناستو کې یې تر ډېره غیابت محسوس شوی دی.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG