د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت رئیس د چین، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونو له سفیرانو سره په لیدونو کې په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په همغږي ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، پهدغه لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او د یادو هېوادونو سفیرانو په سیمهییزې همکارۍ او له ترورېزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لیدنې په کابل کې شوي او د چین، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونو سفیرانو په سیمه کې د ترورېزم د رېښو ایستولو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه:
"د دغو خبرو او بحث محور د سیمهییزې همکاریو او په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې راڅرخېده، د هېواد ملي امنیت شورا سلاکار او د ملي امنیت رئیس د هېوادونو له سفیرانو سره د ترورېزم په برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې شریکې کړې او په مقابل کې یې سفیرانو د چمتوالي اعلان وکړ او ډاډ یې ورکړ چې له ترورېزم سره په مبارزه کې به افغانستان یوازې نه پریږدو."
ښاغلي ارین زیاته کړه، افغان چارواکو په افغانستان کې د داعش د ځپلو او د دوی په وړاندې لاسته راوړنې شریکې کړې او ويې ویل چې افغانستان د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په لومړي خط کې پروت دی.
افغان امنیتي چارواکي د یادو هېوادونو له سفیرانو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې داسې مهال ملاقاتونه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د داعش له ګواښ اندېښمن دي او یاده ډله د نړۍ په وړاندې ګواښ ګڼي.
له دې وړاندې د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون یو شمېر افغان چارواکو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په سفرونو کې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه ټینګار کړی و او د دې پدیدې په وړاندې د هېوادونو په ګډې همکارۍ ټینګار کړی و.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو افغان کارپوهان د یادو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار لیدنه د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې مثبت ګام بولي.
د دغو کارپوهانو له ډلې حمید عزیزي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ملاقات د هغه ګاونډیو هېوادونو چې په افغانستان کې خپلې جدي ګټې تعقیبوي د تفاهم یو ښه پیل دی او بلاخره دغه د تفاهم به د دې باعث شي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي."
ښاغلی عزیزي همدا شان وايي، د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه روسیه، پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د خپلو ګټو لپاره به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره مرسته وکړي.
نوموړی وايي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یو توافق رامنځ ته کول، کولای شي د سیمې په هېوادونو کې د تروریستانو ځالې له منځه یوسي او هغوی تمویل او تجهیز امکان را کم کړي.
راپور: رحمت الله افغان