د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

شکایتونو کمېسیون: ۹۵ سلنه ددې چانس شته چې په خپلې پخوانۍ پریکړې ټینګار وکړو


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا د پلازمېنې کابل د لومړنیو نتیجو له اعلان وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې ۹۵ سلنه چانس د دې شته چې دا کمېسیون د کابل رأیو د باطلېدو په اړه په خپلې پخوانۍ پرېکړې بیا ټينګار وکړي.

د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، دا ځکه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه هم هغه اسناد دوی ته نه‌دي سپارلي چې د کابل حوزې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په اړه‌يې ژمنه کړې وه.

د شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل

نوموړې زیاته کړه:

"موږ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ چې ځیني لازم شواهد او اسناد موږ ته راوسپاري، خو له بده‌مرغه د موافقې له مخې دا کار سم پر مخ نه‌دی تللی او نه هم کمېسیون په خپلو ژمنو عمل وکړ، نو ځکه وضعیت ته په کتو ۹۵ سلنه امکان د دې شته چې موږ د رأیو د باطلېدو په اړه په خپله پخوانۍ پرېکړه بیا ټینګار وکړو."

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د قوس د میاشتې په ۱۵مه نېټه د کابل ټولې رأيې باطلې اعلان کړې.

د یاد کمېسیون مسؤلینو په خبري غونډه کې وویل چې دا پرېکړه‌يې له ډېرو زیاتو شکایتونو وروسته د قانون له مخې وکړه.

دغې پرېکړې له ځانه سره بېلابېل غبرګونونه لرل، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا دا یوه سیاسي او کړکېچ ته د تلو پرېکړه وبلله ویې‌ویل، د قانون له مخې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د رأیو د باطلېدو د اعلان واک نه‌لري.

له هغې وروسته د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش په منځګړیتوب وویل چې دوی د اسنادو او شواهدو له ارائه کولو سره دې ته حاضر دي چې له خپلې پرېکړې پر شا شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د وروستي ګواښ په غبرګون کې بیا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له پرېکړې سره سم‌يې ټول اسناد د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي او د اړتیا په صورت کې دوی حاضر دي چې لا ډېر معلومات وروسپاري.

د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي:​

"موږ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له غوښتنو ډېر څه کړي او هغو معلوماتو او مواردو ته چې دوی اړتیا لرله موږ د دوی په واک کې ورکړي او د کابل رأيې بیا وشمېرل شوې چې د هغې له مخې موږ بیا لومړنۍ نتیجې اعلان کړې، نو ځکه هېڅ داسې موارد نه‌شته چې موږ دې همکاري نه‌وي کړې."

له دې سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ویانده مروه امیني وايي چې د کابل انتخابات له درغلیو او ډېرو انتخاباتي جرایمو ډک و.

اغلې امیني ټينګار کوي چې د دواړو کمېسیونونو په همغږۍ باید تورې رأيې له سپینو هغو بېلې او په وروستیو نتیجو کې حق حقدار ته ورسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG