افغان حکومت له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پيلېدو لپاره د يو لړ پرمختګونو خبر ورکوي.
په داسې حال کې چې طالبانو له واشنګټن سره د مذاکراتو د درېدو ګواښ کړی، افغان حکومت په مختلفو کچو کې د دغې ډلې له رهبرۍ سره د اړیکو د دوام خبره کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په يوې ځانګړې مرکه کې ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو هم د سولې د مستقیمو خبرو پیلېدو ته لېوالتیا ښودلې او پهدې برخه کې يو لړ پرمختګونه هم رامنځته شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"غواړم د مذاکراتو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړم چې بالاخره دغه مذاکرات کېږي، طالبان هم لېوالتیا لري، تر دې دمه د خبرو نېټه او ځای نهدی په ډاګه شوی، خو پرمختګونه او هیلې شته، باید ووایم چې مستقیمې خبرې پیلېږي او په تدبیر او توان سره دا بهیر بریالی کېږي."
دی وايي، که طالبان د جګړې د ختمولو او د هېواد د پرمختګ لپاره رښتیني اراده لري، نو حکومت سره دې د مذاکراتو مېز ته کېني.
ښاغلی چخانسوري وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره په کورنۍ او نړیواله کچه اجماع موجوده ده او سیمهییزه اجماع هم رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، د سیمې ځيني هېوادونه اندېښنه لري، خو د افغانستان او امریکا حکومتونه د دغو اندېښنو د هواري لپاره هڅې کوي او دغه اندېښنې په دومره کچه نهدي چې د سولې بهیر زیانمن کړي.
د ولسمشر ویاند که څه د افغانستان په قضیه کې په فکري لحاظ د پاکستان د بدلون خبره کوي، خو وايي چې پهدې برخه کې تر دې مهاله کوم عملي ګام نهدی اخیستل شوی.
طالبان تر دې مهاله له افغان حکومت سره خبرو ته نهدي چمتو شوي، خو له امریکا سره استازو یې څو ځلې خبرې اترې او لیدنې کړې دي.
خو دغې ډلې پهدې وروستیو کې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو موضوع په اصلي مسئلې بدله نهکړي له واشنګټن سره به اړیکې ختمې کړي.
پهدغه اعلامیه کې راغلي چې امریکا د قطر په ناسته کې له دوی سره ژمنه کړې، چې په راتلونکو ناستو کې به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په موضوع بحث کوي، خو د دغې ډلې په خبره، امریکا اوس د دغو بحثونو اړتیا نهويني.
زلمي خلیلزاد تر دې مهاله درې ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي او په پرلهپسې توګه د سیمې هېوادونو ته په سفرونو بوخت دی.
په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د دغه هېواد هدف د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته د زمینې برابرول دي، څو دوی خپلو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو يو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې انتظار خادم وايي، افغان حکومت او طالبان پرته له مذاکراتو بله لار نهلري.
نوموړي زیاته کړه:
"ښايي د دواړو لورو هم د حکومت او هم د طالبانو لیدلوری توپير ولري، خو له سولې پرته بله لار نهشته، د سولې د بهیر ودرېدل، د حکومت، طالبانو او امریکا په زیان دی، خو ځینې نښې نېښانې لیدل کېږي چې د سولې د بهیر بریا څرګندوي."
د نوموړي په خبره، د سیمې هېوادونو او امریکا اوس دا درک کړې چې د افغانستان قضیه پرته له سولې بله لار نهلري او د جګړې دوام د سیمې او نړۍ په زیان ده.
دی زیاتوي چې طالبان هم اوس سولې ته باورمند دي، خو د سولې خبرو تهیې نهحاضرېدل د امتیاز ترلاسه کولو لپاره دي.
راپور: محمد واصل وصال