د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د عامې روغتیا وزرات: د تېرو کلونو په پرتله سږ د معتادینو شمېر ډېر شوی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه څېړنې ښيې چې معتادين ډېر شوي دي، په ځانګړي ډول د هېواد په لویو ښارونو کې د تېرکال په پرتله په معتادینو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو ریاست تخنیکي مسئول عبدالمبین سلطانخېل ازادي راډیو ته وویل: په دې وروستيو وختونو کې د پخو خلکو تر څنګ ګڼ شمېر ځوانان هم په نشو اخته شوي دي.

ښاغلی سلطانخېل وايي، د دوی د څېړنو له مخې ډېری ماشومان ترياک او هيروئين استعمالوي، خو ځوانان او د پاخه عمر ډېری خلک بیا هیروئین، تریاک، ټابلېټ (K) ګولۍ او امفیتامین یا شیشه استعمالوي.

دی زیاتوي:

"زموږ تازه شمېرې ښيې چې د دې هېواد په سلو کې ۱۱سلنه خلکو په معايناتو کې د نشه يي موادو د استعمال نښې نښانې لیدل شوي دي، دا کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نشه يي موادو له زیان سره مخ دي. دا یوه لویه ستونزه ده چې د ځینو عواملو له مخې د نشه يي موادو استعمال ورځ په ورځ ډېرېږي. د طبي خدمتونو او نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو پر وړاندې يوه بله ستونزه دا ده چې ځيني معتادين طبي درمل او صنعتي مواد د نشه يي موادو په ډول استعمالوي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت تازه سروې ښيې چې د هغو کسانو ترڅنګ چې په منظم ډول نشه يي مواد استعمالوي، هغه محصلين هم ډېر شوي چې نشه يي ګولۍ خوري.

د عامې روغتيا وزارت نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی، بې کاري او په لېرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي نشتوالی د معتادینو د ډېروالي لاملونه بولي او زياتوي چې ډېری ځوانان د ويښ پاته کېدلو او ځان عصري او فيشني ښودلو په خاطر هم د نشې ګولۍ خوري.

د ابن سینا په نوم د معتادينو د درملنې روغتیايي مرکز معالجوي مرستیال ډاکټر واحدالله کوشان هم وايي چې ډېری مراجعین یې ځوانان دي:

"زموږ مراجعین د تېرو دوو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. مخکې به موږ ته يوازې د هیروئینو معتادین راتلل، خو په تېرو شپږو میاشتو او یوه کال کې د امفیتامینو یا شیشې معتادین هم راځي او غواړي چې درملنه يې وشي. تېرکال زموږ د مراجعینو شمېر هره ورځ له لسو څخه نيولې بيا تر شلو کسانو پورې وو، خو اوس یې شمېر ډېر شوی او په ورځ کې له پنځوسو څخه نیولې بيا تر شپېتو کسانو پورې دی."

دا چې اوس ډېری معتادين غواړي د ځان درملنه وکړي، د عامې روغتیا وزارت او ابن سینا زر بستریز روغتون مسئولین يې علت د عامه پوهې ډېروالی او معتادینو ته د ښو خدماتو برابرول بولي، خو دوی دا هم وايي چې ډېری معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG