افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم عمران خان ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه.
د افغانستان او پاکستان مشرانو د ټیلیفون له لارې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په بهیر دوه اړخيزو همکاریو او د پام وړ په ځينو نورو موضوعاتو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» غرمه مهال له صدراعظم عمران خان سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه تهيې کابل ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې عمران خان افغانستان ته د سفر د بلنې په منلو او مننې سره له جمهور رئیس غني څخه هم هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.
ولسمشر غني نږدې اووه میاشتې وړاندې هم هغه مهال له عمران خان سره په ټیلیفون خبرې کړې وې چې نوموړي د پاکستان په انتخاباتو کې ډېرې رأیې وګټلې.
هغه مهال د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي وو چې دوی به په تېر پسې نهګرځي، بلکې په راتلونکي کې به په ښو فرهنګي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې کار کوي.
د ولسمشر غني او عمران خان ترمنځ له هغې وروسته دوهم ځلې ټیلیفوني خبرې داسې مهال شوي چې له هغې وخته اوس په سیمه کې یو لړ بدلونونه راغلي دي.
پهدې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څلور ځلې کابل او اسلاماباد ته د سفرونو تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر درې ځلې کابل ته راغی.
ښاغلی خلیلزاد دا وخت هم د کابل له سفر وروسته په اسلاماباد کې دی.
هغه د افغان سولې په بهیر کې د مرستو په خاطر د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته ورسېد او ټاکل شوې چې پهدغه بهیر کې د رول په خاطر د هغه هېواد له نظامي او سیاسي لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې ولري.
دې سفر او د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ وروستیو خبرو ته په کتو د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د دې اړتیا ویني چې باید هم د سولې خبرې په لوړه کچه مطرح شي.
د دوی لهمنځه مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل:
"دا وخت اړتیا ځکه ده چې پاکستان کولای شي د افغانستان په سوله کې یو مثبت رول ولوبوي یا لږ تر لږه د خبرو له لارې دا ټینګار چې دوی د سولې په بهیر کې تخریبوونکی رول ونهلوبوي، نو طبعاً افغان لوری به هڅه کوي چې یا خو د داسې اړیکو له لارې د دوی ملګرتیا جلب کړي او یا لږ تر لږه دوی له تخریبه وګرځوي."
دی وايي، مذاکرات د ډيپلوماسۍ یو مهم اصل دی چې تعقیبيې ښې نتیجې له ځانه سره لري.
د ښاغلي رحیم په باور د عمران خان او اشرف غني د تېر ځل اړیکې وروسته د پاکستان لهخوا ځيني داسې اقدامات شوي چې پخوانۍ ترینګلی او کنګل حالتيې مات کړی او له وروستۍ يوې اړیکې وروسته دا وضعیت لا ښه کېدلای شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ