د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ممکن د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او د محمد کریم خلیلي په خوښه یو بل کس د خپل انتخاباتي ټکټ د مرستیالانو په توګه غوره کړي.
یوه ورځ وروسته له دې چې اجرائیه ریاست ولسمشریزو ټاکنو ته د عبدالله عبدالله د کاندیدیدو خبر ورکړ، د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وايي په انتخاباتو کې به د عبدالله عبدالله د بري په صورت کې په راتلونکي حکومت کې د اجرائیه ریاست موجودیت ستونزه ونهلري.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم پهدې اړه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل:
"اجرائیه ریاست د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم لري، د اجرائیه ریاست په موجویت کې کومه ستونزه نهشته. بیا هم دا هغه تصمیم دی چې له وخت سره سم اعلانېږي."
اجرائیه ریاست ته یوه نږدې سرچینه چې نهغواړي نومیې واخیستل شي وايي، د لومړي مرستیال لپاره له حکمت خلیل کرزي سره هوکړه نږدې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، بل بحث دا دی چې د محمد کریم خلیلي په مشرۍ حزب وحدت اسلامي د عبدالله لپاره دوهم مرستیال معرفي کړي.
دغهشان ځینو سرچینو له دغه ټکټ سره د دفاع د پخواني مرستیال مراد علي مراد د یوځای کېدو خبر هم ورکړی، خو ښاغلي مراد او اجرائیه ریاست تر اوسه پهدې هکله نظر نهدی څرګند کړی.
عبدالله ته نږدې سرچینې وايي، دغه ټکټ ته د عبدالرشید دوستم د جلبولو هڅې هم روانې دي.
د دغو سرچینو په خبره دوستم له عبدالله نه لومړی معاونیت غوښتی، خو پهدې اړه چې لومړی مرستیال بهیې د جنبش ملي د نظر وړ کس وي او که حکمت خلیل کرزی، بحثونه روان دي.
بلخوا عبدالرشید دوستم ته یوې نږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټکټ سره د دوستم د یوځای کېدو لپاره خبرې روانې دي او ممکن وروستۍ شي.
په پام کې ده چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د راروان کال د سرطان په ۲۹مه وشي او اوس چې د کاندیدانو د نوم ثبتولو پای ته درې ورځې پاتې دي، ځینو کسانو د کاندیدانو په توګه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې خپل نومونه ثبت کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي چې انتخاباتي ټکټونهیې بشپړ شوي دي.
تر اوسه ښکاره نهده چې محمد اشرف غني به په کومه ورځ د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورشي، خو ښاغلي اتمر ته نږدې سرچینو ویلي چې دی به د جمعې په ورځ ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندید په توګه د انتخاباتو په کمېسیون کې خپل نوم ثبت کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي جنبش ګوند وايي، د عبدالرشید دوستم خبرې له یوه مخکښ کاندید سره وروستۍ شوي او امکان لري چې د جنبش د نظر وړ کاندیدان د یکشنبې په ورځ د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو کمېسیون ته ولاړ شي.د افغانستان د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق
د دغه ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي:
"تقریباً ویلی شم چې له یوه مؤثر کاندید سره تفاهم او توافق وروستی شوی دی. که د نوملیکنې پروسه ونهځنډېږي له یوه کاندید سرهیې خبرو پرمختګ کړی، انشاءالله د نوملیکنې لپاره به لاړ شي."
عبدالله عبدالله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم د افغانستان د انتخاباتو کاندید و، خو په انتخاباتو کې د درغلیو د تور له امله د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کري په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت په نوم توافقي حکومت جوړ شو.
عبدالله په تېرو انتخاباتو کې د جمعیت اسلامي ملاتړ درلود، خو د دغه ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور تېر کال ویلي و چې وروسته له دې به د عبدالله ملاتړ ونهکړي.
- ایا جمعیت ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ وکړي؟
پهدې اړه د دغه ګوند یوه سرچینه وايي، ممکن جمعیت په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ وکړي.
خو د جمعیت اسلامي د مشرتابه پلاوي غړی محمد اسماعیل وايي، پهدې اړه به تر سبا پورې د حزب د مشرتابه، درې ناستې جوړې شي.
د ده په خبره تر اوسه وروستی تصمیم نهدی نیول شوی چې جمعیت به د عبدالله ملاتړ وکړي او که نه؟
راپور: خان محمد سیند