د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د وسلهوالو نښتو او عملیاتو پر مهال تر ۱۰ زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان پهدې راپور کې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په ترڅ کې یې د افغانستان د ملکي وګړو خوندیتوب او ستونزو ته پام کړی راغلي چې نه امریکا او نه افغان حکومت د هغو هوایي بریدونو په اړه دقیقه پلټنه کړې چې د جنګي جنایاتو احتمال پهکې لیدل کېده.
دغه راپور لیکي، هم د وسلهوالو مخالفینو او هم د افغان حکومت او امریکا په عملیاتو او بریدونو کې څه باندې ۱۰ زره عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پهدې راپور کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسلهوالو بریدونو ته هم اشاره شوې چې وایي، په لیرې پرتو سیمو کې یې خپلې حملې ډېرې کړي او تر ډېرهیې شیعه اقلیت په نښه کړ.
د دولت د وسلهوالو مخالفینو له لوري پر خیریه کارکوونکو، روغتیا پالونکو او دغهراز د رسنیو پر کارکوونکو بریدونو ته هم پهدې راپور کې اشاره شوې ده.
وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې یوازې افغان حکومتي ځواکونه او بهرني پوځیانیې په نښه کړي دي، خو د راپور له مخې هغوی له داسې لارو استفاده کړې چې سلګونه ملکي وګړو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې په اکټوبر میاشت کې د پارلماني انتخاباتو لپاره د امادګۍ پر مهال په بېلابېلو بریدونو کې ښوونځي، سړکونه، د رأی ورکولو مرکزونه او پهخپله رأی ورکوونکي په نښه شول چې په ترڅ کې یې تر ۴۰۰ ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
راپور زیاتوي د پارلماني انتخاباتو پر مهال د درغلیو شواهد د هغو انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راوست او د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو انتخاباتو په اړهیې هم شکونه راپورته کړل.
د وچکالۍ په اړه دغه سازمان لیکلي چې په څو لسیزو کې تر ټولو ناوړه وچکالۍ او هم له ایرانه د زرګونو افغان کډوالو بېرته راستنېدو چې په افغانستان کې دننه له سلګونه زره بېځایه شویو سره یوځای شول، د بشري مرستو هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي.
راپور لیکي، له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې، په لومړي ځل په هغو ماشومانو کې چې تېر میلادي کال ښوونځي ته ولاړل ۶۰ فیصده نجونې ونهتوانېدلې ښوونځي ته ولاړې شي.
د ښځو او نجونو په برخه کې د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د ښځو پر وړاندې د خشونت د عاملینو معافیت د دې سبب شوی چې لا هم ښځې او نجونې په نادره توګه محاکمو ته مراجعه وکړي، ځکه څارنوالان او پولیس پر هغوی فشار راوړي چې د خپلو مدعیانو د تعقیب پر ځای دې جوړجاړي ته مخه کړي.
راپور زیاتوي، پولیسو په پرلهپسې ډول د دغو ښځو قضیې نهدي راجسټر کړي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما راپور ورکړی چې حتی د ښځو د وژلو او جنسي استفادې قضیې هېڅکله محاکمو ته نهدي رسېدلي.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي سره لهدې چې ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ژمنه کړې وه چې هغه مېرمنې به نه زنداني کېږي چې له کوره تښتېدلې وي، خو د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغان پولیسو او څارنوالانو داسې ښځې د اخلاقي جرمونو په تور لکه له کوره تښتېدل، یا زنا ترسره کولو په تور بندیانې کړي او حتی د حکومت عدلي طب مراجعو ته معرفي کړي دي.
د زندانونو په اړه دغه راپور لیکلي چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د افغانستان د زندانونو د ناسم وضعیت په اړه راپور خپور شوی، خو ویل کېږي چې دغه وضعیت د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې هم هماغسې دی په تېره بیا د بشري حقونو د څار سازمان په زندانونو او توقیف ځایونو کې ښځینه بندیانو وضعیت ته اشاره کړې چې له خپلو ماشومانو سره یوځای اوسېږي.
افغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په پوځ کې د ماشومانو استخدام جرم ګڼلی وو چې د بشري حقونو د راپور له مخې دا قانون عملي شوی دی، خو وایي وسلهوال مخالفین لا هم د جګړو لیکو ته ماشومان جذبوي.
خو راپور وایي، د ماشومانو ښوونځي هم د افغان ځواکونو او هم د وسلهوالو مخالفینو له لوري د پوځي مقاصدو لپاره کارول کېږي.
پهدې وروستیو کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې هڅو ته هم په دې راپور کې اشاره شوې ده چې وایي، امریکا د لومړي ځل لپاره د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره مخامخ لیدنه ومنله او عملي یې کړه چې دا بهیر لا اوس هم دوام لري.