یوې ځانوژونکې حملې د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې ۱۶ تنه ووژل چې دوهیې امریکایي پوځیان او دوه امریکایي ملکي وګړي هم پهکې وو.
پهدې حملې کې درې امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د دې حملې مسؤلیت داعش وسلهوالو اخیستی دی.
دا برید یوه میاشت وروسته له هغه شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ماته خوړلې او امریکا له دغه هېواده خپل ځواکونه باسي.
دا برید چې د سوریي په ستراتېژیک شمالي ښار منبج کې شوی، د ولسمشر ټرمپ د ادعا سره سره په سوریه کې د داعش وسلهوالو د ګواښ څرګندویي کوي.
دا کار له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو پلان لا نور هم پېچلی کوي.
په سوریه کې وروستی برید، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې امریکایي ځواکونو په سوریه کې پوځي مأموریت پیل کړی، د دغو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی برید وو.
د سورېې چارواکي او د بشري حقونو لندن مېشتې څارونکې ډلې د معلوماتو له مخې د وروستي برید په وژل شویو کسانو کې د سوریې د ډموکراتیک ځواکونو یو شمېر غړي هم شامل و چې د امریکایي سرتېرو تر څنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جنګېدل.
دغه برید له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه نوي اعتراضونه راپورته کړي دي او د پنټاګون هغه ادعا یې تر پوښتنې لاندې راوستې چې وایي، داعش په سوریه کې ماته خوړلې.
په تېرې یوې میاشت کې هم ولسمشر ټرمپ یو پلان جوړ کړی و چې له مخې بهیې ښایي له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو خوندي وتل، څو میاشتې وخت ونیسي.
د چهارشنبې تر برید سمدستي وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د داعش وسلهوالو د ماتې ادعا بیا تکرار کړه.
نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې وویل، خلافت ړنګ شوی دی او د یاغیانو شبکې ماته خوړلې.
د ورځې په وروستیو کې ښاغلي پنس د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید وغانده، خو له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پلانیې بیا تأیید کړ.
نوموړي ویلي، امریکا اجازه نهورکوي چې نه اوس او نه هېڅکله د اسلامي دولت ډلې پاتې کسان بیا سر راپورته کړي او خلافت له سره جوړ کړي.
د امریکا د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي لېندسي ګراهام د چهارشنبې په ورځ ویلي، اندېښمن دی چې د ولسمشر ټرمپ لهخوا د امریکایي سرتېرو د وتلو اعلان د اسلامي دولت ډله هڅولې او د امریکا د متحدینو ترمنځیې یو خطرناکه مبهم حالت رامنځته کړی دی.
ګراهام ویلي:
"تر هغو چې موږ هلته له هغو کسانو سره چې د دې افراطي ایډیالوژۍ پر ضد درېږي، مرسته ونهکړو، موږ به هېڅکله خوندي نهیوو."
د سوریې په چارو کې د پنټاګون یوې پخوانۍ لوړپوړې سلاکارې ایلیسا سلوتکین «Elissa Slotkin» بیا ویلي چې دا برید د اسلامي دولت ډلې د وژونکي ځواک ښکارندویي کوي.
دا وایي داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د دې ستونزې پېچلتیا نهده درک کړې.
نوموړې زیاتوي، اوسیې وخت دی چې ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په امر کې بدلون راولي.