د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

امریکا د سړې جګړې د وسلو د کنټرول په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ

د امریکا او روسیې بیرغونه
د امریکا او روسیې بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې د سړې جګړې د وسلو د کنټرول د یوه مهم تړون د ژغورلو لپاره‌یې کړی و.

واشنګټن وایي، نه‌شي تأییدولی چې دغه تړون دې سم کنټرول کړای شي.

د وسلو د کنټرول او د نړیوال امنیت په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، اندریه ټامسون «Andrea Thompson» پرون چهارشنبه په جنیوا کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ د سې شنبې له غونډې وروسته وویل، مسکو له دې ډډه کوي چې د روسیې د میزائیلو د نوي سیستم په اړه چې واشنګټن هغه له «INF» تړونه سرغړونه بولي، دقیقه څارنه وشي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله اندریه ټامسون
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله اندریه ټامسون

هغې وویل، له روسیې سره په پرونۍ غونډه کې د پام وړ پرمختګ ونه‌شو.

د اټمي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول دغه تړون په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د مېرمن ټامسون دغه څرګندونې ښیي چې واشنګټن دې ته تیاری نیسي چې راتلونکې میاشت له دې تړونه ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا متحده ایالات تورن کړ چې د وسلو د کنټرول د تړونونو سیستم له‌منځه وړي، خو وایي مسکو هڅه کوي چې «INF» وساتي.

لاوروف د جنورۍ پر ۱۶مه په خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس کې په تکرار د امریکا دا کار داسې مهال وغانده چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

لاوروف ویلي، د واشنګټن یو اړخیز اقدامات چې هدف‌یې د ثبات راوستونکو مهمو نړیوالو ابزارو تخریب دی، خوشبینانه نه‌دي.

نوموړي ادعا وکړه چې دا هدف د جنیوا په غونډه کې ډېر واضح و او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالاتو د روسیې له‌خوا د هغه میزائیل په اړه وضاحت له پامه وغورځاوه چې واشنګټن‌یې «ای. اېن. اېف» تړون سره په ټکر کې بولي.

د«INF» په نوم دغه تړون چې په ۱۹۸۷ میلادي کال کې متحده ایالاتو او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ لاسلیک شوی، دواړه هېوادونه له دې منعه کوي چې له ۵۰۰ کېلو مترو څخه تر ۵۵۰۰ کېلو مترو واټن ویشتونکي دغه بالیستیک توغندي نه تولید، نه زېرمه او نه هم پراختیا ورکړي.

روسیې خبرداری ورکړی که د امریکا متحده ایالات له تړونه ووځي او په اروپا کې داسې میزائیل ځای پر ځای کړي، مسکو به ورته اقدام وکړي.

که څه هم مسکو او واشنګټن موافقه نه‌ده کړې، خو له‌دې تړونه د امریکا د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه به د فبرورۍ پر دوهمه پیل شي.

اروپایي هېوادونه هم په اروپا کې د امریکا د توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه اندېښنه لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG