د افغانستان ولسي جرګه له حکومت څخه غواړي چې څومره چې ژر کېږي پوځي مرکزونه او د نړیوالو ځواکونو مېلمستونونه دې د اوسېدنې له سیمو لیرې کړي.
ولسي جرګه په کابل ښار کې د ګرین وېلیج پر کمپ د حملې وروستیو تلفاتو ته په اشارې سره وايي چې د بهرنیو ځواکونو مرکزونه او مېلمستونونه باید د اوسېدونې په ځایونو کې فعالیت ونهلري.
د دغې جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» په عمومي غونډه کې پهدې اړه بحث وکړ او ویېویل چې د اوسېدنې په ځایونو کې د بهرنیانو پوځي مرکزونه او مېلمستونونه دوی ته د منلو وړ نهدي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته پهدې اړه له حکومته وغوښتل چې د دغو مرکزونو او مېلمستونونو د انتقال لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.
نوموړي وویل:
"پر حکومت غږ کوم هر څومره ژر چې کېږي د ملکیانو او بېدفاع کسانو د اوسېدنې له ځایونو دې پوځي اډې او مېلمستونونه نورو سیمو ته انتقال کړي چې د دښمن په حملو کې عامو خلکو ته زیان ونهرسیږي."
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د دوشنبې ورځې په ماښام د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ګرین وېلېج په کمپ په حمله کې څلور تنه ووژل شول او ۱۱۳ نور ټپیان شول.
د افغانستان د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو ویلي وو چې د دې پېښې زیاتره ټپیان ماشومان او ښځې وې.
له پېښې وروسته د سیمې خلکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې هم ویلي و چې څو ځلې یې له حکومته غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو مېلمستونونه او پوځي اډې دې د عامو خلکو د اوسېدنې له ځایونو وباسي، خو په خبرهیې چې تر اوسه هم دغې ستونزې ته رسیدهګي نهده شوې.
په ګرین وېلېج کمپ باندې د حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو په غاړه واخیست او دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پهدغه پېښه کې د سیمې اوسېدونکي برسېرن ټپیان شوي، خو طالبانو ټینګار کړی و چې لا له وړاندې عام خلکو ته ویل شوي وو چې له پوځي دفترونو او مرکزونو لیرې واوسي.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل هڅه کېږي، څو دغې ستونزې ته د حل لاره ولټول شي.
نوموړي وویل:
"که څه هم د افغانانو په وړاندې د دښمن معیار نهدی موجود چې څوک هدف ګرځوي، ځکه د دوی په ډېری حملو کې سپېځلي ځایونه او ملکيان په نښه کېږي، په ځانګړې توګه موږ به پهدې اړه له نور اړوند بنسټونو سره خبرې وکړو، څو د حل لاره ورته پيدا شي، په دقیق ډول به پهدې اړه د بهرنیو سرچینو له امنیتي مراجع سره خبرې وشي."
که څه هم افغان ځواکونو او طالبانو تل ویلي چې هڅه کوي څو ملکیانو ته تلفات وانهوړي، خو اوس هم د افغان جګړې اصلي قربانیان عام وګړي دي.
په جګړو، انتحاري حملو، چاودنو او هوايي عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات یو له اندېښنو څخه وو چې تل د بشري حقونو بنسټوڼو، د خلکو او ملي شورا لهخوا مطرح شوي، خو تر اوسه هم ورته رسیدهګي نهده شوې.
راپور: رحمتالله افغان