د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغانستان د ارزانه صادراتو «یو کمربند، یوه لار» به پرانیستل شي


ارشیف
ارشیف

د "څېړنې او پراختیا مرکز" او "د افغانستان د پالېسۍ ګروپ" مطالعې ښيي چې د "یو کمربند، یوه لار" پروژې له بشپړېدو سره به نړۍ ته د افغانستان د ارزانه صادراتو لار پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او ټرانسپورتي سهولتونو د رامنځته کېدو او په صادراتي هېواد د افغانستان د بدلېدو لپاره د ګڼو نورو لارو تر څنګ "یو کمربند، یوه لار" پروژه تر ټولو مهمه یوه بلل کېږي.

د "څېړنې او پراختیا مرکز" او "د افغانستان د پالېسۍ ګروپ" د دغه بیان تر څنګ وايي، په سیمه کې د سولې هڅو له ډېرېدو سره د "یو کمربند، یوه لار" پروژې تطبیق ته خوشبینۍ په ډېرېدو دي.

د "څېړنې او پراختیا مرکز" مسؤله مریم صافۍ وايي، له دې سره افغانستان هم باید ځينو کارونو ته پاملرنه ډېره کړي.

صافۍ زیاتوي:

"یو کمربند، یوه لار د افغانانو لپاره داسې فرصت رامنځته کولای شي چې له سیمې سره مو په بې‌ساري توګه وصل کړي، دا کار د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري، خو له دې سره په‌دې باید کار وشي چې د دې پروژې لپاره زموږ ملي لېوالتیا موجوده وي او ورته ځای ولرو."

دواړو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» په کابل کې په یوه ناسته کې د خپلو موندنو نتیجې له رسنیو سره شریکې کړې چې په وینا يې افغانستان ته ښايي له هر اقتصادي فرصته پر وخت ګټه پورته کړي.

"یو کمربند، یوه لار" او یو کمربند د چین په نوښت هغه پروژه ده چې جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا، اروپا او لاتین امریکا د ټرانزیت له لارې سره نښلوي.

دا هغه پراخه پروژه ده چې د سړک تر څنګ رېل پټلۍ، نوري فایبر او د انرژۍ په برخه کې همکارۍ له ځانه سره لري.

دا پروژه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وړاندې شوه، خو تر اوسه‌يې پر وړاندې ځيني خنډونه پراته دي.

افغانستان د دغې پروژې یو مهم شریک بلل کېږي، خو د یادو بنسټونو د معلوماتو له مخې د دغه هېواد امنیتي، زېربنايي او ظرفیتي ستونزې د پروژې پر وړاندې خنډونه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډيو ته وویل افغانستان په سیمه کې د اقتصادي پرمختګونو په ټینګه ننګه کوي او دوی د "یو کمربند، یوه لار" پروژې ته په مهم نظر ګوري.

په کابل کې د چین سفیر هم د "یو کمربند، یوه لار" پروژې په اړه د مطالعې دغې غونډې ته وویل، چین او افغانستان هغه هېوادونه دي چې د دغې پروژې له لارې ګډو ګټو ته رسېږي.

لیو جینسونګ وویل، افغانستان او چین کولای شي له دې لارې د وصلېدو یوه شبکه جوړه کړي.

ارشیف، په کابل کې د چین سفیر لیو جینسونګ
ارشیف، په کابل کې د چین سفیر لیو جینسونګ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به د نړیوالو اړیکو په ترڅ کې د ګډو راتلونکو اهدافو په‌خاطر د افغانستان لپاره تر ټولو ښه څه وکړو، موږ په خپلو افغان ملګرو غږ کوو چې د امنیت، سولې او اقتصاد په برخه کې د چین په وړاندیزونو او خپلو غوښتنو مه‌شرمېږئ، بلکې زموږ همکاري له تاسې سره ده."

ښاغلي جینسونګ هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې له راتلو وروسته دا هېواد په همدې لار خپل محصولات نړۍ ته صادر کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG