د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۵

د هند او اسټرالیا تر منځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ هند وګټله

ارشیف
ارشیف

د هند او اسټرالیا تر منځ دوهمه یو ورځنۍ د کرکټ سیالۍ هندوستان وګټله.

دا سیالۍ چې پرون د اسټرالیا په اېډلېډ لوبغالي کې تر سره شوه په‌کې لومړۍ بېټنګ اسټرالیا وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو يې هندوستان ته د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه.

ورپسې هندوستان دا هدف د لوبې په اخري اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د هند له دغې بریا سره د هندوستان او اسټرالیا تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوه-یوه برابره شوه او ټاکل شوې درېیمه يوه يې برخلیک ټاکونکي وي.

د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د اسټرالیا په میلبرون ښار کې په پلان کې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG