د افغانستان ولسي جرګه د دغه هېواد له کورنیو چارو وزارت نه غواړي چې په خپلو اجراأتو کې دې قانوني عمل وکړي.
د افغانستان ولسي جرګه سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو هرکلی کوي، ټینګار یې دا دی چې پولیس دې هم د دندو د ترسره کولو پر وخت د قانون له مخې چلند وکړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» په عمومي ناسته کې د ځینو وکیلانو له شکایتونو وروسته پهدې برخه کې وویل چې د پولیسو له لوري د دندو په ترسره کولو کې قانون ماتونې لیدل کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ټوله کې د پولیسو کړنې باید د قانون په چوکاټ کې مسلکي او اصولي وي، باید د خلکو د ځورونې لامل ونهګرځي، خو دا نیمګړتیا په وار وار لیدل شوې، د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ غواړو چې په خپلو اجراأتو کې دې داسې چلند وکړي چې نور د خلکو د ځورونې لامل نهشي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تازه د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګښت لپاره ځيني اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
دغه وزارت د هغو کسانو نوملړ هم اعلان کړ چې د قانون خلاف چارې یې ترسره کړي، له خلکو یې باج اخیستی او همداراز قانونیې نقض کړی او په اړهیې د جدي اقداماتو خبره کړې ده.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې هېڅڅوک په ښار کې د درنو وسلو د انتقال حق نهلري او د موټرو د تورو ښیښو سپینولیې هم پیل کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په ټوله کې د پولیسو کړنې باید د قانون په چوکاټ کې مسلکي او اصولي وي.
د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه د ملي شورا، خلکو او د بشري حقونو د بنسټونو له تود هرکلي سره مخ شوه.
خو یو شمېر وکیلان وایي چې پولیس په خپله په ځينو مواردو کې قانون په پام کې نهنیسي او د مسلک خلاف له خلکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
له دې ډلې نادرشاه بهادري پهدې اړه وویل:
"د کورنیو چارو له وزارته غواړو چې تاسو دې هم قانون پلی کړئ، تاسو چې تورو ښیښو پسې یاست، حد اقل د پولیسو د موټرو تورې ښیښې هم سپینې کړئ، د سرتېرو یونیفورم هم منظم کړئ، تفنګچهیې تر څنګ داسې رفتار کوي، باید دا اکټونه ورک کړئ، قانون-قانون دی، د کورنیو چارو وزیر که غواړي قانون پلی کړي پر ځانیې هم پلی کړه."
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې خلکو په تېره بیا د کابل ښار اوسېدونکو هم د دوی پر وړاندې له ناوړه چلند شکایتونه کړي او د پولیسو په چلند کې د بدلون غوښتونکي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي چې پولیسو ته لارښوونه شوې چې له خلکو سره دې د قانون پر اساس چلند وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"ټولو پولیسو ته په جدي ډول لارښوونه شوې چې له خلکو سره سم چلند ولري، خو له مجرمینو سره به هغه ډول چلند کېږي چې قانونیې په اړه ویلي په ټوله کې هڅه دا ده چې موږ هغه شعار اوج ته رسوو کوم چې پولیس د خلکو په چوپړ او د مجرمینو د سترګو اغزي دي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو بل غړی عارف رحماني وایي، سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په برخه کې ښه اقدامات ترسره کړي، خو دی وایي چې قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي او باید هغه نوملړ کې چې د قانون د ناقضینو په اړه خپور شوی د حوزو د امرینو، قوماندانانو او ځینو نورو هغو منسوبینو چې پر قانون ماتونې تورن دي نومونه دې هم ورشامل شي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د قانون په تطبیق کې هېڅ استثنا نهشته او د ټولو پر وړاندې به یو ډول چلند کېږي.
راپور: فېروزه عزیزي