د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال د وسلهوالو طالبانو وروستی دریځ د جنګ د دوام په معنی بولي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډيو ته وویل، معقوله او عملي لارهیې دا ده چې د سولې مذاکرات پر مخ ولاړ شي.
نوموړي وویل، دا ډول څرګندونې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور دوام ته زمینه برابروي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"دا په خپله زمینه برابروي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، دا د طالبانو غوښتنه نهده، بلکې دا د یو شمېر طالب ملاتړو ګاونډيو هېوادونو غوښتنه ده چې غواړي له افغانستانه ناوړه استفاده وکړي، خو زموږ غوښتنه له افغاني طالبانو دا ده چې راشئ بینالافغاني سولې ته زمینه برابره کړئ."
دا پهداسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل د خبرو اترو په اصلي موضوع بدله نهکړي، له واشنګټن سره به اوسني تماسونه پای ته ورسوي.
د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاونو کې به له افغانستان څخه د دې هېواد د ځواکونو په وتلو بحث وکړي، خو د طالبانو په وینا اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه ښيي.
ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو او د اوربند پر منلو ټینګار کوي، خو طالبان بیا دا شرطونه نهمني او له امریکايي لوري غواړي چې د افغانستان څخه دې د خپلو سرتېرو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.
له بلېخوا پخوانى طالب چارواکی سيد اکبر اغا وايي، له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر هوکړه یوازنۍ لار ده چې د سولې مذاکراتو ته زمینه برابروي.
نوموړی وايي:
"زما په اند له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر باندې توافق یوازنۍ لار ده چې د سولې مذاکراتو ته زمینه برابروي، بله لار زه خپله نهوینم، که چېرې خلیلزاد له دوی سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر توافق وکړي او مهالوېش معلوم شي، دا به مذاکراتو ته لاره هواره کړي."
بلخوا زلمي خلیلزاد تر اوسه درې ځلي له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کړي او د سیمې هېوادونو ته په پرله پسې سفرونو بوخت دی.
په کابل کې د امریکا سفارت تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د حکومت او زلمي خلیلزاد هدف د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي، څو دوی خپله په افغانستان کې اوسنی کړکېچ پای ته ورسوي.
په تېرو ورځو کې د طالب استازو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د یوې بلې دورې خبرو اترو تمه کېده، خو د طالبانو په وینا د اجنډا پر سر اختلاف د دې خبرو د لغوه کېدو سبب شو.
خو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټویټر ولیکل چې داسې کومې خبرې پلان کې نهوې.
ښاغلی خلیل زاد هند، متحده عربي اماراتو او چین ته له سفرونو وروسته کابل ته راغلی او دغو هېوادونو تهیې د خپل سفرونو جزئیات له افغان چارواکو سره شریک کړل.
نوموړي په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر هدف د افغان سولې په اړه د سیمهییزې اجماع رامنځته کول وباله.
ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې ویل چې په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.
بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده زلمی خلیلزاد ډېر ژر اسلاماباد ته ورسېږي او د پنځو ورځو لپاره په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ