د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

په کابل کې د نشه‌يي توکو د وېشلو د شبکې د ۲۹ کسانو نومونه اعلان شول


د کابل ښار
د کابل ښار

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، په کابل کې د مخدره موادو د وېشلو د شبکې د ۲۹ کسانو نومونه اعلان کړل.

د کورنیو چارو د وزارت له‌خوا په څلورم خپور شوي لېست کې هغه ۲۹ کسان شامل دي چې ویل کېږي په کابل کې مخدره مواد وېشي.

د دغو کسانو په لېست کې چې یوه ښځه هم شته، د لويې څارنوالۍ له‌خوا یې د ټولو د نیولو حکم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خپل وېب‌سایټ کې د دغه لېست د خپرېدو تر څنګ له خلکو غوښتي چې د مخدره موادو د دغو سوداګرو په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

یاد وزارت ویلي، اطلاع ورکوونکي ته چې اطلاع‌یې د دغو تورنو د نیولو لامل شي، ۵۰۰۰۰ افغانۍ انعام ورکول کېږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي رادیو ته وویل، له دغه لېست څخه وروسته به په لوړه سطحه د زورواکو لېست هم خپور شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له ټیټې سطحې پیل کړی او تر لوړو سطحو پورې به دوام وکړي. په لوړه سطحه کې که هر څوک وي او په غلا، وژنو، چور او مختلفو جرمونو تورن وي، نومونه به‌یې د افغانستان خلکو ته افشاء شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت پخوا تر دې په لومړي ګام کې د هغو ۲۲۲ کسانو لېست خپور کړ چې تر تعقیب لاندې وو.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره له دغو کسانو نه یو شمېر نیول شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت په‌دې پسې د وېب‌سایټ له لارې د زورواکو دوه نور لېستونه هم له خلکو سره شریک کړي دي.

دغه وزارت ویلي، ۱۵ کسان چې په دوهم لېست کې شامل وو، د حسابونو د تصفیې لپاره‌یې ځانونه د کورنیو چارو وزارت ته معرفي کړي دي.

عبدالحمید خراساني چې د بلوا د تور په دوهم لېست کې شامل و، د حسابونو د سپیناوي لپاره د کورنیو چارو وزارت ته نه‌دی ورغلی او دغه وزارت هم ممنوع‌الخروج اعلان کړ.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي د کورنیو چارو د وزارت د وروستي اقدام هرکلی کوي وايي، دغه وزارت باید د لوړې سطحې تورن هم اعلان کړي.​محمد نعیم لالی حمیدزی

د دغې جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د کمېسیون رئیس محمد نعیم لالي حمیدزي د سې شنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

​"له بده مرغه پولیس تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د روږدو یا د مخدره موادو د خرڅوونکو مخه ونیسي، اوس چې امرالله صالح دغه اقدام کړی، ښه اقدام دی. هیله‌مند یو چې د روږدو او د مخدره موادو د خرڅوونکو په شمېر کې کموالی راشي."

ښاغلی حمیدزی وايي، دغه وزارت باید د مخدره موادو د لویو قاچاق کوونکو نیولو ته هم هڅې وکړي.

د ده په خبره، د دغو قاچاق کوونکو لېستونه او ځایونه د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په معینیت کې موجود دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG