په جرمني کې یو افغان چې دوه ګونی تابعیت لري، ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر نن وویل چې دغه افغان چې د افغانستان او جرمني دوه ګونی تابعیت لري او د جرمني له پوځ سرهیې کار کاوه نن سې شنبه ونیول شو.
پر نوموړي تور پورې شوی دی چې د ایران د استخباراتو ادارې تهیې اسناد سپارلي دي.
د څارنوالۍ دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې مشکوک کس به چې نومیې یوازې عبدالحمید اېس ښودلی، نن د ورځې په وروستیو کې د قاضي په وړاندې ودرول شي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په بیان کې ویل شوي چې پر عبدالحمید اېس ډېر شک دی چې د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې لپارهیې کار کاوه.
نوموړی ژب پوه او د جرمني د وسلهوالو ځواکونو کلتوري سلاکار بلل شوی دی.
پر هغه شک دی چې له دغې دندې په استفادې یې محرم معلومات د ایران د استخباراتو ادارې ته ورکړي دي.
د جرمني د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي چې له دې خبر و چې د پوځ یوه غړي په جاسوسۍ کې لاس درلود، خو پهدې اړهیې زیات جزئیات نهدي ورکړي.
د جرمني دیرشپیګل مجلې خبر ورکړی چې مشکوک کس به په خپل کاري چوکاټ کې ښایي په افغانستان کې د دېره ځواکونو په ګډون د پوځ ډېرو مهمو معلوماتو ته لاسرسی درلود.
د جرمني پوځ اکثره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مأموریت لپاره له افغانيالاصله ترجمانانو کار اخلي.
په جرمني او نورې اروپا کې د استخباراتو چارواکو د هغه څه په خاطر چې دوی یې د سایبري حملو په ګډون د ایران د جاسوسۍ فعالیتونو زیاتوالی بولي، زیاتې اندېښنې څرګندې کړې دي.
په تېره جولای میاشت کې د جرمني د کورنیو استخباراتو ادارې راپور ورکړ چې ایران د سایبري حملو لړۍ پراخه کړې او د جرمني شرکتونو او تحقیقاتي مرکزونو تهیې خطر متوجې کړی دی.
د ایران لهخوا د سایبري حملو او د جاسوسۍ دغه ادعاوې په داسې حساس وخت کې کېږي چې جرمني له یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو سره هڅه کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون چې متحده ایالات ترې وتلی، وژغوري.
په روانه میاشت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ او تهران تهیې خبرداری ورکړ چې د هغو افرادو او ډلو په اړه چې له اسرائیل سره نږدې اړیکې لري، جاسوسي کوي.