د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

هندی مانو ساوني د «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو


ارشیف
ارشیف

هندی مانو ساوني د کرکټ د نړیوالې شورا يا «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو.

د دغې شورا له‌خوا ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی مانو ساوني د سویلي افریقايي ډیويډ ریچرډسن ځای ناستی ټاکل شوی دی.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې يادې څوکۍ ته څلورتنه نوماند وو چې ښاغلی ساوني وتوانېد دغه څوکۍ خپله کړي.

د یادونې وړ ده چې د اوسني اجرائیوي مشر ډیویډ ریچرډسن دنده د سږ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروسته پای ته رسېږي چې په جولای میاشت کې به ساوني د دغه دندې مسولیت په غاړه واخلي.

د یادونې وړ ده چې مانو ساوني د دې وړاندې د سنګاپور سپورټس هب مشر وو، د انګلستاني فوټبال کلپ مانچسټر یونایټېډ سره هم پاتې شوی او اوس د «ESPN STAR SPORTS» عمومي مدیر وو.

XS
SM
MD
LG