د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د کام ایر د والبیال لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه


په کابل کې د افغانستان د والبیال ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د کام ایر لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د والبیال فدراسیون مرستیال محمد یوسف صادق ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغه لوبه کې د کام ایر لوبډلې درې د صفر په وړاندې بریا خپلولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې د دغو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د ننګرهار د خراسان لوبډله د کابل د جیلاني لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي چې ګټونکې لوبډله به یې په پایلوبه کې د کام ایر په وړاندې ولوبېږي.

دغه سیالۍ له تېرو درېیو اونیو راهیسې په کابل کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون روانې دي.

XS
SM
MD
LG