د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د کونړ اوسیدونکي په یو شمېر ترسره شوېو پروژو ناخوښ دي


ارشیف، د کونړ مرکز اسعد اباد
ارشیف، د کونړ مرکز اسعد اباد

د کونړ اوسېدونکي په‌دغه ولایت کې په یو شمېر ترسره شویو پروژو ناخوښ دي.

دوی وايي، په تېرو څو کالو کې چې د بېلابېلو مرستندویه ټولنو او افغان حکومت له‌خوا یو شمېر د ابادۍ او بیارغونې پروژې ترسره شوي، اکثره‌يې اوس ویجاړې شوې دي.

د نرنګ ولسوالۍ قومي مشر ملک عطاالله خان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل:

"د کونړ په ۱۵ اداري واحدونو کې پخوا د لمریزې برښنا پروژه عملي شوې چې نرنګ ولسوالۍ هم شامله ده چې برښنا نه‌ورکوي او تختې هسې پرتې دي. د ولایت له‌خوا دا کار شوی دی. مشران دې لاړ شي هلته دې موږ ته وښيي چې کومه ښیښه‌يې کار کوي؟"

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عبدالعزیز بیا وايي:

"په زیاتو کارونو کې ولس شریک کړل شوی نه‌دی، نو خبر ترې هم نه‌لري. موږ ته څه نه‌دي شوي."

دوی وايي، کومې پروژې چې سمې ترسره شوي دوی يې ملاتړ کوي او کومې چې په کمزوري ډول جوړې شوي یا جوړېږي دوی يې مخالف دي.

ارشیف، د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال

بل‌خوا د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې پخوا کومې پروژې شوي د هغې به هم پوښتنه کوي او کومې چې نوې جوړېږي هغه به په اساسي ډول رغول کېږي.

هغه وړاندې وویل:

"یو شمېر کارونه شوي چې دا کارونه ماته هم د منلو نه‌دي، ټول ولس ته خبر ورکوم چې د هرې پروژې قرارداد په کونړ کې کېږي او یا دلته عملي کېږي دوی، ژورنالېستان او مدني فعالان‌يې څارنه کولای شي او ماته هېڅ داسې کار نه‌دی منظور چې کمزوری وي."

په کونړ کې داسې زیات سړکونه، پلونه او نورې پروژې د نړیوالو ځواکونو، مرستندویه ټولنو او افغان حکومت له‌خوا په میلیونونو ډالرو رغول شوي چې اوس بېرته ویجاړې شوي چې بیارغولو ته زیاته اړتیا لري.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG