د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

سرچینه: ولسمشر غني راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل انتخاباتي ټکټ بشپړ کړ


آرشیف/ ولسمشر محمد اشرف غني
آرشیف/ ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل انتخاباتي ټکټ بشپړ کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینه وايي چې د دوی د انتخاباتي ټیم دواړه مرستیالان مشخص شوي دي.

دغې سرچینې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی غني به له دوو مرستیالانو سره انتخاباتو ته ولاړ شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې په راتلونکو انتخاباتو کې به سرور دانش د ده دوهم مرستیال وي.

په ورته وخت کې ښاغلي دانش هم نږدې دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به د ښاغلي غني دوهم مرستیال وي.

یو شمېر ناتأیید شویو سرچینو ویلي چې ممکن اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او یا هم د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي مشر صلاح‌الدین رباني په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي غني لومړی مرستیال وي.

جمهوري ریاست او جمعیت اسلامي تر اوسه هم په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو په اجرائیه ریاست کې یوې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې له محمد اشرف غني سره د عبدالله عبدالله د لومړي مرستیالۍ خبره رد کړه.

له بلې‌خوا په راپورونو کې راغلي چې له دوو مرستیالانو سربېره به د محمد اشرف غني په انتخاباتي ټیم کې د یو بل قوم استازی هم شامل وي.

په ورته وخت کې یو سؤال دا پیدا کېږي چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنه پروسه سسته روانه ده.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا پوښتنه داسې ځواب کړه:

"اساسي لامل د انتخاباتي ټکټونو ترکیب او رامنځته کېدل دي، ډېری مطرحې څېرې چې غواړي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدان شي له تشویق او ترغیب سره په خوا کې د سیاسي ډلو په منځ کې انتخاب ورته یو مشکل کار دی، ځکه چې دغه کسان په هغو کسانو پسې دي یا په بله اصطلاح چې د رأیو بانکونه او یا زیاتې رأیې ولري."

ښاغلی رشید همدا شان وايي، هغه کسان چې راتلونکو انتخاباتو کې د مرستیالانو په توګه مطرح دي هڅه کوي چې مخکښو کاندیدانو سره یوځای شي، څو په راتلونکي کې ښه ځای ولري.

تر اوسه هم عبدالحکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدان کړي او همدا شان د سې شنبې په ورځ زلمي رسول هم په رسمي توګه دغو انتخاباتو ته ځان کاندید کړ.

ټاکل شوې د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۳۱مه ترسره شي، خو دغو انتخاباتو ته د کاندیداتورۍ نېټه د جدي تر اخره ټاکل شوې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه د دوو ښځو په ګډون له ۷۰ نه زیاتو کسانو د انتخاباتو معلوماتي کڅورې ترلاسه کړي، خو اوس به ولیدل شي چې په راتلونکو پنځو ورځو کې څو کسان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نوم لیکنه کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG