د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۸

روحاني: تر یوې میاشتې به د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ نتیجې اعلان کړو


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیال او ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وایي، هڅې کوي چې تر یوې میاشتې پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ نتیجې بشپړې اعلان کړي.

د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو وروسته خلک له نن څخه ۴۸ ساعته فرصت لري چې د دغو نتیجو په اړه خپل شکایتونه او اعتراضونه د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.

د دې کمېسیون مرستیال او ویاند علي رضا روحاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو اعلان دا نه‌مشخص کوي چې څوک بریالي شوي او څوک ناکام دي.

ده وویل:

"هغه څه چې د کابل او د نورو انتخاباتي حوزو د لومړنیو نتایجو په توګه اعلان شوي، په هېڅ ډول هغه به نهایي او واقعي نتیجې نه‌وي او په لومړنیو پایلو کې بریالي او ناکام نه‌مشخص کېږي، هغه کار چې موږ یې کوو، د لومړنیو نتیجو په اړه د شکایتونو او اعتراضونو ثبتول او هغو ته رسیده‌ګي او په اړه‌یې د قانوني پرېکړو کول دي، شااوخوا یوه میاشت او څو ورځې وخت لرو چې دغې قضیې ته رسیده‌ګي وکړو."

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې وروسته له هغې چې د ټولو شکایتونو او اعتراضونو په اړه زموږ اجرأت پای ته ورسېږي، د ولسي جرګې د نهایي نتیجو د اعلانولو پروسه به هم ټوله بشپړه شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون دوشنبه له شااوخوا درې میاشتو ځنډ وروسته د کابل د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو په اعلانولو سره د رأی ورکوونکو او کاندیدانو اوږد انتظار پای ته ورساوه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د کمېسیون دغه اقدام په دې هېواد کې د انتخاباتو پر سر د رامنځته شوي ولاړ حالت پای ته رسېدل ګڼي.

ښاغلي رشید چې پرون ناوخته‌یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې، دغه‌راز هیله وښوده چې د شکایتونو او اعتراضونو بهیر هم په وخت بشپړ شي.

ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

​ده زیاته کړه:

"د کابل د انتخاباتو پر سر به د شکایتونو اندازه زیاته وي، ښایي یو شمېر کاندیدان غلي پاتې نه‌شي، د دې لپاره د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یو دروند مأموریت په مخکې لري، هیله‌مند یم چې کمېسیون وکولای شي چې هم شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ په برخه کې وخت او هم عدالت په پام کې ونیسي، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړو چې په دې برخه کې ټول معلومات د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره شریک کړي."

د ښاغلي رشید په وینا، د کابل د رأیو د بیا شمېرلو او تفتیش په بهیر کې فساد، د ځینو رأیو ورکېدل او د لومړنیو انتخاباتو په اعلانونو کې ځنډ هغه موارد وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر کړنو یې د خلکو اعتماد ډېر کم کړی دی.

خو دې کمېسیون ویلي چې مشکوکو مواردو ته د رسیده‌ګي په خاطر د کابل د لومړنیو پایلو اعلان دومره وځڼدېد.

XS
SM
MD
LG