که څه هم جمعیت اسلامي ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله او احمد ولي مسعود د ملاتړ په هڅه کې دی، خو د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې دغه ائتلاف به په راتلونکو انتخاباتو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي وفاق د سیاسي جریان د مشر احمد ولي مسعود ملاتړ ونهکړي.
د دغه ائتلاف ویاند فضلالرحمن اوریا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، په ائتلاف کې دننه کاندیدان رحمت نبیلالله او شیدا محمد ابدالي دي.
اوریا وايي، ښاغلی نبیل او ابدالي به په نږدې ورځو کې د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورشي.
د ده په خبره، په دغو انتخاباتو کې به د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ هم ونهکړي.
ده وویل:
"ائتلاف به په هېڅ صورت د ډاکتر عبدالله ملاتړ ونهکړي او د احمد ولي مسعود ملاتړ هم نهکوي، ائتلاف به همدا شان د ډاکتر اشرف غني ملاتړ هم ونهکړي."
ښاغلی اوریا وايي، د افغانستان لوی ملي ائتلاف به له ائتلافه بهر د یوه یا دوو کاندیدانو ملاتړ هم وکړي.
پخوا د ائتلاف ځینو منابعو ویلي چې دغه ائتلاف به په راتلونکو انتخاباتو کې د حنیف اتمر ملاتړ وکړي.
تېره اوونۍ د جمعیت اسلامي یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ممکن دغه ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې د احمد ولي مسعود یا عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې ښاغلي عبدالله د نوم ثبتولو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
خو ښاغلي عبدالله په دې اړه چې د سرطان د ۲۹مې په انتخاباتو کې به کاندید وي او که نه، تر اوسه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ د جدي په ۱۳مه پیل شوې او په پام کې ده چې شپږو نورو ورځو پورې دوام وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوا تر دې ویلي چې د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ به د جدي ۳۰مې وروسته تمدید نهشي.
تر اوسه عبداللطیف پدرام ، سید نورالله جلیلي، عبدالحکیم تورسن او عنایتالله حفیظ د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي.
مخکې له دې محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ته نږدې کسانو ویلي چې ښاغلی غني او حکمتیار به راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان وي، خو تر اوسه د دوی د انتخاباتي ټکټونو د بشپړېدو په اړه خبر نهشته.
د انتخاباتي ټکټونو د جوړولو لپاره د هڅو په لړ کې جمعیت اسلامي، د کریم خلیلي په مشرۍ حزب وحدت اسلامي او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند هڅې کوي چې په ګډه سره انتخاباتي مبارزو ته ورشي.
د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي، په پام کې ده چې د دغه ګوند مشر عبدالرشید دوستم نن شپه په دې اړه د جمعیت اسلامي له مشر صلاحالدین رباني سره وویني.
ده وویل:
"په پام کې ده چې نن شپه عبدالرشید دوستم له صلاحالدین رباني سره ناسته ولری، او غواړي جمعیت اسلامي، حزب وحدت اسلامي او ملي جنبش په همغږۍ سره د انتخاباتو اړوند کوم کار ترسره کړي."
په ورته وخت کې د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان خلکو وحدت اسلامي ګوند ویاند عباس اګاه وایي، ممکن حنیف اتمر له خپلو مرستیالانو محمد یونس قانوني او محمد محقق سره د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د نوم لیکنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورشي.
ښاغلی اګاه د محقق په تصمیم کې بدلون کم ګڼي.
راپور: خان محمد سیند