د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

د ننګرهار ديني علماوو د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د مذاکراتو مېز ته کېني

د ننګرهار ديني علماوو د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته کېني.

په ننګرهار کې لسګونه ديني علماوو او قومي مخورو د دوشنبې په ورځ د يوه رسنيز کنفرانس له لارې له دولت او وسله‌والو ډلو وغوښتل چې جنګ بس کړي او د سولې لپاره د مذاکراتو مېز ته سره کېني.

مولوی حبیب‌الله جلال ابادي د علماوو په استازولۍ وويل، د جګړې دواړو لورو ته افغانان قرباني کېږي او په‌کار ده چې د سولې مذاکرات د افغانانو په منځګړيتوب وشي.

ده زیاته کړه:

"موږ ديني علماء او قومي مخور پر دواړو لورو غږ کوو چې راشئ، نور په دې مظلوم ملت رحم وکړئ، راشئ په ګډه د ويرونو او غم دا ټغر نور راټول کړئ او خپل منځ کې اتفاق او اتحاد وکړو او لاسونه سره ورکړو."

هغه همداراز له دولته وغوښتل چې د سولې په روانو خبرو او مذاکراتو کې دې د ننګرهار علماوو ته هم برخه ورکړل شي.

په دې خبري ناسته کې قومي مشر ملک وارث وويل چې جنګ له وژنو او ورانۍ پرته بل څه نه‌لري.

هغه د جنګ له دواړو غاړو وغوښتل چې له شخصي ګټو او شخصي واک غوښتنې تېر شي او د دې وژنو مخه دې ونيول شي.

ملک وارث ګواښ وکړ، که چېرې دواړو غاړو د سولې په مذاکراتو کې غفلت وکړ، نور د ولسونو حوصله ختمه شوې او د ولسي خوځښت له لارې به په خپلو سیمو کې د امن بيرغ پورته کوي.

دی وایي:

"که تاسو دواړو لورو په مذاکراتو کې غفلت وکړ، نو ولسونه به د امن دا بيرغ په اوږه جګ کړي او په زوره به خپل هېواد ته امن راولي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د افغانستان او د سیمې ځينو هېوادونو ته په سفر وتلی، تر څو د افغان حکومت او طالبانو مخامخو مذاکراتو ته زمينه برابره کړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

This item is part of
XS
SM
MD
LG