د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

فینکا مؤسسه وایي، تر اوسه‌یې ۲۶ زره کسان د کار او پانګو خاوندان کړي

فینکا یا په افغانستان کې د وړو پورونو د ورکړې مؤسسه وايي، له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې یې د ښځو په ګډون شااوخوا ۲۶۰۰۰ کسانو ته واړه پورونه ورکړي چې دغه کسان اوس په کار بوخت او د خپلو پانګو خاوندان شوي دي.

فینکا یا په افغانستان کې خلکو ته د وړو پورونو د ورکړې مؤسسه وايي، د دې لپاره چې وړو او مستحقو کسانو ته د پورونو ورکړه ساده، اسانه او ډاډمنه شي، په خپلو پروګرامونو کې یې دوه پرمختللې کړنلارې رامنځته کړې.

د دغې مؤسسې مسؤلینو دغه دوه نوې کړنلارې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» په کابل کې په یوې ناسته کې معرفي کړې.

د فینکا مؤسسې رئيس سید محمد علي رونق وویل:

"یوه پروژه ټابلیټ لینډینګ ده، په دې معنی چې پورونه د کاغذ پرانۍ پرته ورکوو او هدف‌یې د ټکنالوژۍ له لارې د خلکو د خدمتونو رسول دي، دوهمه د مرکزي پروسس له لارې د پورونو ورکول دي، یعنې هغه مشتریان چې پخوا یې له موږ څخه پورونه اخیستي، ضرور نه‌ده چې تېره پروسه پرې بیا هم پلې کړو."

ښاغلي رونق وویل، فینکا یا د وړو پورونو د ورکړې مؤسسې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د افغانستان په هرات ولایت کې فعالیت پیل کړ او په ۲۰۰۷ کې په کابل کې هم فعاله شوه.

ده وویل، دغه مؤسسه اوس په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې فعالیت کوي او ۲۶۰۰۰ کسانو ته‌یې واړه پورونه ورکړي چې ډېری یې ښځې دي.

د دغې مؤسسې د مسؤلینو په خبره، د دوی مشتریان دمګړۍ په کارونو بوخت او هر یو یې د خپلو پانګو خاوندان شوي دي.

د اقتصادي چارو پوهان دغه فعالیتونه د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره اغېزناک ګڼي، خو د دې ډول مؤسسو ترمنځ د سالمو رقابتونو په پراخوالي ټینګار کوي.

نادر واحدي وايي:

"زمانه د ټکنالوژۍ او رقابت ده، هره مؤسسه چې ډېر ابتکار ولري، ډېر مشتریان لري، هیله‌مند یم چې په راتلونکي کې د دغې مؤسسې نور خلاقیت هم ووینم."

فینکا یا په افغانستان کې د وړو پورونو د ورکړې مؤسسه یوازنۍ مؤسسه نه‌ده چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره کار کوي، بلکې په لسګونه کورنۍ او مؤسسې شته چې د افغانانو د کاري ظرفیتونو د لوړولو او کارموندنې په هدف کار کوي، خو د اقتصادي چارو د پوهانو په نظر، په افغانستان کې بې‌کاري په یوې لويې ستونزې اوښتې او حکومت او نړیوالو مؤسسو ته په‌کار ده چې پراخ عملي پروګرامونه ورته ترتیب کړي.

راپور: خان محمد سیند

This item is part of
XS
SM
MD
LG