د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۴

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ د سیالیو نېټه روښانه شوه

آرشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
آرشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

په هند کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ د بېلابېلو فارمټونو د سیالیو تاریخ وروستی شو.

کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو کوربه‌توب افغانستان کوي چې تر یوې میاشتې دوام کوي.

په دې لړ کې به دواړه هېوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

په پام کې ده چې دا لوبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ له ۲۱مې د مارچ تر ۱۹مې د هند دهرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله له تېرو څو میاشتو راهیسې سیالۍ نه‌لري، خو ځيني لوبغاړي يې په کورني کرکټ او ځيني نور يې په بهرنیو لیګونو کې په لوبو بوخت دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG