د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

په کابل کې د واليبال د سیالیو اتم پړاو نن پیل شو


آرشیف، په کابل کې د والیبال سیالۍ
آرشیف، په کابل کې د والیبال سیالۍ

په افغانستان کې د واليبال د سیالیو اتم پړاو نن په مرکز کابل کې پیل شو.

د والیبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې له ورځې پیل دغه پړاو ته اتو لوبډلو لار پیدا کړې.

دا فدراسیون وايي، په دغو سیالیو کې د ټول افغانستان څخه د والیبال پیاوړو لوبډلو ګډون کړی و.

جهان سپور، جیلاني، کام ایر، سره میاشت، جوزجان، دعوت، خراسان او ملي افغان هغه لوبډلې دي چې دغه پړاو ته‌يې لار پیدا کړې.

دا سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې د والیبال په مرکزي لوبغالي کې پیل شوې وې، په‌کې هره ورځ څلور څلور سیالۍ پلان شوې وې.

XS
SM
MD
LG