د ترکيې د حکومت وياند وايي، امریکا بايد د دواړو هېوادونو ستراتېژيک مشارکت ته درناوی وکړي او له خبرداري ورکولو ډډه وکړي.
د امریکا پر وړاندې د ترکيې د حکومت غبرګون جدي و.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وياند ابراهيم کالېن نن پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي، انقره د داعش او کردستان کارګر ګوند سخت دريځو ترمنځ هېڅ توپير نهويني.
دا ډله چې په سوریه کې د کرد ډموکرات ټولنې په نوم فعالیت لري، د امریکا له ملاتړه برخهمنه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ټویټرپاڼه ليکلي چې ترکيه بايد په سوريه کې کردان هدف ونهګرځوي، که نه امریکا بهیې له اقتصادي ويجاړي سره مخامخ کړي.
ټرمپ همداراز کردانو ته خبرداری ورکړی چې ترکيه ونهپاروي.
له سوريې د امریکايي ځواکونو د ايستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړې کردان سخت اندېښمن کړي او د ترکيې د نظامي عملیاتو له تهديد سره مخامخ دي.
انقره وايي، د کردانو پر وړاندې به عملیاتو ته دوام ورکړي.
اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د امريکا د دفاع د چارواکو له قوله ليکلي چې له سوريې د نظامي تجهيزاتو ايستل پيل شوي دي.
په راتلونکو څو اوونيو کې به شااوخوا دوه زره امریکايي سرتېري هم له سوريې څخه ووځي.
له سوريې څخه د ځواکونو د ايستلو پرېکړې د امريکا متحدان حيران کړل او په سوریه کې یې کردان سخت په غصه کړل.
په همدې حال کې د امریکا په کانګرس کې سخت انتقادونه پیل شول او د امریکا دفاع وزير جېمز مټېس اړ شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي.