د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

د ملي مشارکت ګوند په ایران او پاکستان کې له ازادي غوښتونکو ډلو ملاتړ کوي

ارشیف، د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رئیس نجیب الله کابلي
ارشیف، د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رئیس نجیب الله کابلي

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند په ایران او پاکستان کې له ازادي غوښتونکو ډلو ملاتړ کوي او له افغان حکومته هم دا تمه لري.

په ایران او پاکستان کې له ازادي غوښتونکو ډلو په ځانګړي ډول بلوڅانو د ملاتړ غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي له یوې لسیزې راپه دې خوا له پاکستانه د بلوچستان د ازادولو په مبارزه کې دي.

د ایران او پاکستان ملي بیرغونه
د ایران او پاکستان ملي بیرغونه

د دغه ګوند رئیس نجیب الله کابلي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې پاکستان د یوې منظمې پالېسۍ له مخې کوښښ کوي چې بلوڅان و‎ځپي.

ده پر افغان حکومت غږ وکړ چې له دغو ډلو ملاتړ وکړي:

"زمونږ جدې غوښتنه داده چې زمونږ د ګاونډيو هېوادونو ازادي غوښتونکو ډلو ته باید دفتر او نماینده ګي ورکړل شي او همدارنګه مو وغوښتل چې په پاکستان کې خپلو ورڼو بلوڅانو او ایران مجاهدین خلق او ایران ازادي غوښتونکو ته دا پیغام ورکړو چې دلته افغانستان کې ستاسې وروڼه ستاسې مبارزه مشروع ګڼي او باید له داسې ظالمو حکومتونو خپله خپلواکي واخلئ، مونږ تاسې ته د یو خپلواک هېواد حق در کوو."

دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې د بلوڅو د بشري حقونو سازمان چې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې فعاليت کوي، په خپل راپور کې ادعا کړې چې په بلوڅ مېشتو سيمو کې په پوځي عملياتو کې دوی په مرموز ډول وژل کېږي.

دې سازمان په‎ خپل راپور کې په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر بشري ضد اعمالو اندېښنه ښودلې او تور یې پورې کړی چې امنيتي ادارې په بېلابېلو پلمو د عملياتو په نتيجه کې بلوڅ ځوانان په مرموز ډول وتښتوي او بيا يې وخت په وخت د ترهګرو په نامه په جعلي نښتو کې ووژني.

د بلوڅو د بشري حقونو د سازمان په شمول د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم په کراتو د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللى او د پاکستان له سترې محکمې يې غوښتنه کړې چې په دې ايالت کې د بشر ضد اعمالو مخه ونيسي.

خو پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

بلوچستان چې له ایران او افغانستان سره پوله لري، له منرالونو او طبیعي ګازو څخه بډای دی، خو بیا هم د پاکستان یو له تر ټولو بې‌ وزلو ایالتونو ګڼل کېږي.

بلوڅ مبارزین په دې نظر دي چې له طبیعي منابعو ډکه خاوره یې د پاکستان له خوا تر استعمار لاندې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند عبدالوحید خاوري وویل، د بلوڅانو حقوق باید د ملګرو ملتونو د منشور او صولو په رڼا کې ورکړل شي.

ده وویل:

"ښه به دا وي چې د بلوڅو وروڼو قومونو حقوق د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو په رڼا کې ورکړل شي، مونږ په سوله ییز ډول د خپلو بلوڅو او نورو درنو قومونو د حقوقو اعاده کول غواړو."

نوموړي وویل، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کول غواړي او د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

خو نوموړي د ملګرو ملتونو په سازمان غږ وکړ چې د بلوڅو حقوقو ته درناوی وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG