د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د منځنۍ اسیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې صلاح الدین رباني هم ګډون وکړ


آرشیف/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
آرشیف/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

د منځنۍ اسیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړ.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی په ازبکستان کې د منځنۍ اسیا او د هند د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ګډون د هېواد لپاره مهم بولي.

د دغې جرګې نایب منشي فیصل سمیع وايي، دغه غونډه له سیاسي او اقتصادي پلوه مهمه ده او له شک پرته د افغانستان په اوسني وضعیت به بحث او خبرې پکې وشي.

ښاغلي سمیع د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د تېر په پرتله په هېواد کې د سولې لپاره هڅې تېزې شوي، هند او منځنۍ اسیا کولای شي چې په دې برخه کې مهم رول ادا کړي.

​ده وویل:

"په داسې ناستو کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ګډون ډېر مهم بولم، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې مطرح کېږي، تر اوسه هند او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو لېرې پاتې شوي وو، په داسې حال کې چې دغه هېواد په دې برخه کې ښه نقش لوبولای شي."

د ازبکستان رسنیو راپور ورکړی چې د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه چې په سمرقند ښار کې جوړه شوې، د شنبې او یکشنبې تر ورځو به دوام وکړي.

په دې اړه په راپورونو کې راغلي چې په دغه غونډه کې به د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، فني، علمي او همداشان د فرهنګي او د زده کړې په برخو کې مسایل په کې څېړل کېږي.

له دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی وو چې دغه غونډه به په سیمه کې متقابلو سیاسي او اقتصادي همکاریو ته فرصتونه برابر کړي.

بل خوا د ترکمنستان یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د ټاپي پروژې د جوړښت په موضوع او د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال په مسایلو به د دغې غونډې په څنډه کې خبرې وشي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وايي چې د سمرقند غونډه د افغانستان لپاره ګټوره ده.

ارشیف، د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم
ارشیف، د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم

​ده زیاته کړه:

"د دغې غونډې جوړېدا او افغانستان ته بلنه او ورسره په خوا کې افغانستان ته د هند او منځنۍ اسیا د هېوادونو لېوالتیا ښکاره کوي چې دغه غونډه کولای شي چې د هېواد په وضعیت ښه تاثیر واچوي، دغه یو ښه پیل دی او په راتلونکي کې د افغانستان سوله تضمینولای شي."

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر کې لیکلي وو چې صلاح الدین رباني په دغه ناسته کې ګډون کوي.

بل خوا په راپورنو کې ویل شوي چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ناستې یوه برخه د افغانستان وضعیت ته هم ځانګړې شوې ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG