د کابل والي وايي چې په دغه ولایت کې یې شااوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو را ګرځولې او د ۳۵ زره جریبه ځمکې د غصب مخه یې نیولې ده.
د کابل والي وايي چې په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د نور ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره چټک اقدامات پیل شوي دي.
یعقوب حیدري چې د شنبې په ورځ یې د روان لمریز کال د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول، وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې شااوخوا ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې او د زرګونو جریبو د غصب مخنیوی شوی.
ده وویل:
"په روان کال کې شااوخوا لس زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې او له ۳۵ زره جریبه د زیاتې ځمکې د غصب مخه نیول شوې، د غصب تر شا د پارلمان د غړو او حتی د اداري پلاوي هم لاس و، دوسیې یې بشپړې شوي او په عدلیي او قضايي ادارو کې تعقیبېږي."
ښاغلي حیدري زیاته کړه، دغه ځمکې په قره باغ، شکر درې، چهار اسیاب، بګرامیو او ده سبز ولسوالیو کې غصب شوې وې چې په تړاو یې یو شمېر کسان نیول شوي هم دي.
دا چې په کابل کې په څه اندازه ځمکه غصب شوې، د کابل والي یې په اړه معلومات ور نه کړل خو ویې ویل چې د غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لپاره قوي اداره او ژمنه موجوده ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر شااوخوا شل ورځې وړاندې یوې غونډې ته ویلي وو چې که د ځمکو غاصیبن هر څوک او په هر موقف کې وي، محاکمې ته به کش کېږي او په شل کاله بند به محکومېږي.
محمد اشرف غني همدارنګه ټینګار کړی و چې له دولتي ځمکو څخه باید د ښاري ودې لپاره ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د ځمکو د سروې ادارې وايي چې د افغانستان په شااوخوا ۳۰ ولایتونو کې د بېلابېلو کسانو له لوري ۱،۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د اداري پلاوو نظر را واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.
خو د ولسي جرګې د وکیلانو د خوندیتوب کمېسیون وايي چې تر اوسه په دې اړه دوی ته رسمي کوم شکایت نه دی ورغلی.
د دغه کمېسیون رئیس شریف کاموال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې په کابل ولایت کې به په دا ډول موضوعاتو کې کوم وکيل ښکېل وي، داسې څه موږ ته نه دي ویل شوي، داسې اوازې شته چې وکیلان په کې لاس لري، یا دا چې اداري پلاوی دې ورکې دخیل وي، داسې څه شی موږ ته نه دی راغلی."
ښاغلی کاموال له چارواکو غواړي چې هر هغه وکیل چې د ځمکو په غصب کې لاس ولري، باید نومونه یې په ډاګه شي.
د کابل والي وايي چې له څېړنو وروسته به دوی د هغو کسانو نومونه خپاره کړي چې په کابل کې د ځمکو په غصب کې لاس ولري.
د کابل والي ګواښ وکړ چې که وکیلان د ځمکو له غصبه لاس په سر نه شي او یا هغه غاصیبن چې نوي پارلمان ته بریالي شوي، له دوی به پارلماني مصؤنیت واخیستل شي.
راپور: رحمت الله افغان