د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

په هلمند کې د کوکنارو په کښت او د تاریاکو په تولید کې کموالی راغلی


آرشیف
آرشیف

د هلمند ولایت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رياست په دې ولايت کې د کوکنارو په کښت او توليد کې د کموالي خبر ورکوي.

د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو له خوا د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې د هوايي بريدونو څه د پاسه یو کال تېرېږي.

دا هوايي بريدونه له هلمند ولایت څخه پیل او وروسته د افغانستان شمال، ختیځ او لوېدیځو ولایتونو ته هم وغځېدل.

د هلمند ولایت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رئیس سید احمد ورور ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو پر کارخانو باندې هوايي بریدونه چې له (۲۰۱۷) میلادي کال راهيسې پیل شوي، په نتیجه کې يې د تاریاکو کښت او تولید کم شوی دی.

ښاغلی ورور زیاتوي، زموږ څېړنې ښيي چې په (۲۰۱۸) میلادي کال کې په هلمند کې د کوکنارو کښت په سلو کې لس راکم شوی دی،

دی وایي:

"د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې د نړیوالو او افغان هوايي ځواکونو د ګډو بریدونو په نتېجه کې د تاریاکو بيې را ټیټې شوي او اوس بزګران د کوکنارو کرلو ته زړه نه ښه کوي، د نشه يي موادو د تولید ډېری کارخانې په ناامنه او غرنیو سیمو کې دي، په (۲۰۱۸) میلادي کې د هوايي بریدونو له امله د کوکنارو په کښت او تاریاکو په تولید کې کموالی راغلی دی، دا بریدونه د افغانستان لپاره ډېر ګټور دي."

د هلمند له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس زیاته کړه، دا مهال د هلمند په پنځو ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي، خو حکومت د دې سيمو په اړه هم لاس تر زنې نه دی ناست، ځکه له (۱۸) میاشتو راهیسې په واشېر، باغران، کجکي، سنګین، موسی کلا او بهرامچې په سیمو کې د نشه يي موادو د تولید پر کاخانو هوايي بریدونه شوي دي.

د افغاننستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو هوايي بریدونه چې په (۲۰۱۷) میلادي کال کې له هلمند ولایت څخه پیل او وروسته فراه، نیمروز، بدخشان، لوګر، ننګرهار او پکتیا ولایتونو ته هم وغځېدل، ډېری بريدونه یې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د افغان هوايي ځواکونو په همکارۍ په خپلواکه توګه کړي دي.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وايي، افغان حکومت بايد د هوايي بریدونو د دوام ترڅنګ د کوکنارو د کښت مخنیوي ته یوه دایمي حل لاره ولټوي.

دا وایي:

"د هلمند جګړه يعنې د نشه يي موادو جګړه، په هغو ولايتونو کې چې کوکنار کرل کېږي، بايد دولت يې موسم وپېژني او مخه يې ونيسي، بايد دولت ځمکه والو ته د کوکنارو د کښت بديل پيدا کړي، زما په نظر تر هغو پورې چې د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي د نشه يي موادو په قاچاقو کې ښکېل وي، د دولت دغه ډول چارې بېځايه دي، دوی نه شي کولای چې د دې کښت مخه ونيسي."

د افغان دولت امنیتي ادارو په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې دننه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور تر پنځو سوو ډېر قاچاق کوونکي نیولي دي.

مېرمن ترین وايي چې ترڅو چې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د نشه يي موادو ستر قاچاق کوونکي و نه نیول شي، د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو د مخنیوي هڅې مطلوبه نتيجه نه شي درلودای.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG