د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

په افغانستان کې سږ کال د وچکالۍ کمېدو ته د خلکو هیله مندي!


په کابل کې واورې
په کابل کې واورې

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پرون بیا واوره واورېده او اټکل کېږي چې ممکن نن هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ورښت دوام وکړي.

وروستیو ورښتونو خلک هیله مند کړي چې وچکالي به ختمه یا لږترلږه کمه شي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې پر له پسې وچکالیو ځپلی دی.

یوازې تېر کال د سختې وچکالۍ له کبله د بادغیس او غور نېږدې درې نیم لکه اوسېدونکي مجبور شول چې کور او اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.

په هرات کې وچکالۍ ځپلې افغان کډوال ماشومان
په هرات کې وچکالۍ ځپلې افغان کډوال ماشومان

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سره له دې چې لا هم ورښتونه کافي نه بولي، وايي چې واورې نسبتاً په ځنډ وورېدې.

ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د واورو عکسونه خپاره کړي او هیله یې ښکاره کړې چې وچکالي به ورسره پای ته ورسېږي.

ویل کېږي چې د دې لپاره چې افغانستان د اوبو د زېرمه کولو لپاره بندونه نه لري، اکثره اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیري او یا هم ډېر ځلې د هوا له تودېدو سره پر سېلونو بدلېږي.

د اوبو او انرژۍ د وزارت د اوبو مرستیال انجنیر خان محمد تکل هم دا خبره تأییدوي خو وايي چې وزارت یې هڅه کوي چې اوبه مدیریت کړي.

روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیمولو ادارې وویل، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳ لکه او ۴۳ زره افغانان په خپل هېواد کې د وچکالۍ او جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

راپورونه وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کې د بې ځایه شویو په منځ کې د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې د وچکالۍ له لاسه د مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د وچکالۍ له کبله تر ټولو زیات خلک له بادغیسه بې ځایه شوي دي.

د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، د بادغیس او غور ۳۸ زره کورنۍ د وچکالۍ له لاسه د بادغس مرکز قلعه نو او هرات ولایت ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG