د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د سولې شورا: د جدې ناسته به د سولې په اړه له ښو نتیجو سره مله ناسته وي


آرشیف، د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري
آرشیف، د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان سولې په اړه د جدې د غونډې په اړه اوس هم د کوربه هېواد سعودي عربستان له‌خوا کار روان دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا پر پاکستان د سعودي عربستان نفوذ ته په کتو وايي چې د جدې ناسته به د دغه هېواد د سولې په اړه له ښو نتیجو سره مله یوه ناسته وي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي تراوسه د جدې د ناستې نېټه نه‌ده ټاکل شوې، خو د ده په وینا سعودي عربستان کولای شي د افغانستان په سوله کې مهم رول ادا کړي.

ښاغلي طاهري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، سعودي عربستان پر هغو د اغېز توان لري چې د افغانستان په سوله کې خنډونه لټوي.

نوموړی زیاتوي:

"د جدې ناسته هغسې چې وړاندیز یې شوی و، که سعودي عربستان پرې کار کړی وي، جزئیات يې د هغې غونډې ګډونوالو ته ورکاوه چې د ابوظبۍ په غونډه کې یې ګډون کړی و، له شک پرته چې د افغانستان د سولې په برخه کې د سعودي عربستان رول خورا مهم او ګټور دی، عربستان د سیمې په هېوادونو په تېره هم په پاکستان ښه اغېز لري او کولای شي په هغو چې ستونزې جوړوي فشار وارد کړي، څو د سولې پر وړاندې د خنډونو له جوړولو لاس واخلي."

له دې وړاندې ویل شوي چې د جدې ناستې د ابوظبۍ د غونډې په تعقیب د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ روانه میلادي میاشت جوړه شي.

افغان حکومت ټينګار کړی چې د افغانستان د خبرو مرکچي پلاوی هم په‌دې ناسته کې ګډون وکړي.

خو د رويټرز خبري اژانس د یوه طالب چارواکي په حواله چې نوم‌يې نه‌دی اخېستی راپور ورکړ چې دوی نه غواړي د افغان حکومت له استازو سره وګوري او له همدې کبله يې د جدې غونډه لغوه اعلان کړې ده.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته سیمې ته د افغان چارواکو او د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفرونو لړۍ هم پیل شوې.

ښاغلی خلیلزاد د هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان په سفرونو وتلی، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی اسلام اباد ته تللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ هند او دا اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د چین پر سفر ولاړ.

دې ته په کتو د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون رئیس احمد جاوېد رووف د جدې ناستې ته د اهمیت په نظر ګوري وايي، اټکل دی چې په‌دې ناسته کې به ښکېل اړخونه په بې ساري توګه خپلې غوښتنې مطرح کړي.

لوحه مشرانو جرگه افغانستان
لوحه مشرانو جرگه افغانستان

"د جدې ناسته له ډېرو غونډو وروسته جوړېږي، په‌دې غونډه کې باید د طالبانو او افغان حکومت غوښتنې مشخصې شي چې تر کومې کچې جوړ جاړی کیدای شي دا چې دولت څه وايي او د هغوی پر وړاندې امریکا او نړیواله ټولنه څه دریځ لري یعنې دا غونډه بالاخره دا وروستۍ کوي چې ایا سوله راځي که‌نه نو ځکه به ډېره مهمه وي."

طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره د خبرو کول رد کړي، خو افغان حکومت وايي، د دوی په نشتون کې غونډې به هېڅ نتیجه ورنه‌کړي.

بل‌خوا د سولې عالي شورا وايي چې د پاکستان ځينو سیاسي او مذهبي څېرو هم د محمد عمر داوودزي سره په وروستیو کتنو کې ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې لپاره به ډېر څه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG