د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۵

نجرابي: له رخصتیو مخکې به د کاندیدو وزیرانو لپاره د ولسي جرګې رأیه اچونه ونشي

ارشیف، د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي
ارشیف، د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د ژمي د رخصتیو د مخه به ونه شي کړی چې څلورو کاندیدو وزیرانو او د سترې محکمې د عالي شورا دوو نومول شویو غړو ته چې اسناد يې دغې جرګې ته رسېدلي، رأيې ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د غړو د ژمي رخصتیو ته څه کم دوه اوونۍ پاتې دي، دغه جرګه وايي، ممکنه به نه وي چې دغو کاندیدانو ته چې اسناد یې جرګې ته استول شوي، په دې وخت کې د باور یا نه باور رأیې ورکړي.

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د جرګې اجنډا د جدي تر ۲۹ مې پورې بشپړه شوې او د کاندیدو وزیرانو او د سترې محکمې د عالي شورا د دوو غړو د اسنادو څېړل کافي وخت ته اړتیا لري.

دی وایي:

"تحصیلي اسناد یې ټولو کمېسیونونو ته استول کېږي چې له هره پلوه یې وڅېړي او د تحصیلي اسنادو، کاري سابقې او نورو مسایلو په اړه یې جرګې ته معلومات وړاندې کړي، د هغو له تأیید وروسته کېدای شي چې په اجنډاء کې شامل شي، خو د غونډې اجنډا د جرګې د پرونۍ پرېکړې له مخې د جدي تر ۲۹ مې پورې بشپړه بېش بیني شوې ده، زه فکر کوم په دغه تقنیني ناسته کې به رأیې ورکولو ته وخت ونه موندل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا غړي، د دلوې په لومړۍ نېټه د ۴۵ ورځو لپاره د حوت تر ۱۵ مې پورې رخصتېږي.

په روانه اوونۍ کې د ولسي جرګې اداري پلاوي وویل چې د دفاع د وزارت لپاره د کاندید اسدالله خالد، د کورنیو چارو د وزارت لپاره د امرالله صالح، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت لپاره د حسینه صافۍ، د پوهنې د وزارت لپاره د میرویس بلخي او د سترې محکمې د عالي شورا د دوو کاندیدانو اسناد ور رسېدلي دي.

راپورونه وايي، د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار د تېرې دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې د کمېسیونونو د رئیسانو کمېټه به تصمیم نیسي چې دغه کاندیدان کله د جرګې عمومي غونډې ته ور وپېژندل شي.

هڅه مو وکړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي د څرګندونو په اړه د حکومت نظر ولرو، خو بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو ځیني پوهان وايي، د قانون له مخې سرپرست وزیران نه شي کولاي چې له دوو میاشتو نه ډېر په یوې دولتي اداره کې د سرپرست په توګه دنده ترسره کړي.

د دغو پوهانو له ډلې کبیر رنجبر وايي، د ولسي جرګې غړي باید د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو خپلې رخصتۍ وځنډوي او دغو کاندیدانو ته رأیې ورکړي.

ارشیف، د حقوقي چارو افغان پوه کبیر رنجبر
ارشیف، د حقوقي چارو افغان پوه کبیر رنجبر

ده زیاته کړه:

"زه په دې متیقين یم ډېره جدي اړتیا ده چې د سرپرستۍ دغه حالت بدل شي، دوی مکلف دي چې خپلې رخصتۍ وځنډوي، موږ د ۱۵ مې دورې د کورنیو دندو په اصولو تسجیل کړی و او اوس هم شته، کله چې تشخیص شي چې بېړنۍ اړتیا ده، کولای شي، له یوې اوونۍ تر درې اوونیو پورې خپلې رخصتۍ وځنډوي."

ښاغلی رنجبر د انتخاباتو د کمېسیون له خوا د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو ځنډولو ته په کتو وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې، د ولسي جرګې راتلونکې دوره به کله پیل شي.

د ولسي جرګې ځیني غړي هم ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته رأیې ورکول مهم دي او د باور د رأیو له اخیستو سره کولای شي چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او مسؤلیتونو ته لا متوجې شي.

راپور: خان محمد سیند

This item is part of
XS
SM
MD
LG