د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د ارزګان فعالان: که اساسي قانون تطبیق شي، د جګړې ګراف به راټيټ شي


د ارزګان ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې یو لامل د اساسي قانون نه تطبیق دی.

دوی وايي، په افغانستان او په تېره بیا په ارزګان ولایت کې قانون یوازې پر غریب او بېچاره خلکو پلی کېږي، نه پر بډایو او زورواکو.

دوی دغه راز په دغه ولایت کې پر دولت تور پورې کوي چې خپله يې قانون تر پښو لاندې کړ ی دی.

دغه فعالان وايي، که چېرې قانون په افغانستان پر ټولو یو شان تطبیق شي، نو
د دولت ضد ۸۰ سلنه مخالفین به وسلې پر ځمکه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په دغه ولایت کې د اساسي قانون اوونۍ ولمانځل شوه.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG