د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۴

یما ترابي: د افغانستان د امنیتي ادارو له پوځي شتمنیو او وسایلو به جدي څار وشي

ارشیف، له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر یما ترابي
ارشیف، له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر یما ترابي

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې اداره وایي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې ستراتیژۍ تمرکز به پر امینتي ادارو وي او چاته به اجازه ورنه کړي چې له پوځي شتمنیو ناوړه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د امنیتي ادارو پر پوځي شتمنیو او وسایلو جدي څارنه هغه اهداف دي چې د فساد پر ضد د مبارزې اداره یې په امنیتي ادارو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره په راتلونکي لمریز کال کې پلې کول غواړي.

د دغې ادارې مشر یما ترابي چې د چهارشنبې په ورځ یې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو په تړاو د جوړې شوې یوې غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې له فساد سره د مبارزې د نوې ستراټیژۍ له مخې یې د راتلونکي لمریز کال لپاره سل هدفونه ټاکلي دي.

ده وویل:

"په راتلونکي کال کې زمونږ ټوله پاملرنه او ټینګار پر هغو تجهیزاتو او شتمنیو دی چې زورواکي ترې ناوړه کټه اخلي، د کورنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې کار پیل کړی چې له فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ یوه برخه ده او د دغې سټراتیژۍ بله برخه بیا له وزارتونو څخه څارنه ده."

دغه اداره په راتلونکي کال کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یوه ستراتیژي برابره کړې چې په هغه کې له فساد سره د مبارزې لپاره لومړیتوبونه ځانګړي شوي دي.

د دغو اهدافو ترڅنګ له چارو جدي څارنه، د فساد له منځه وړل، په وزارتونو کې د روڼوالي ساتل او حساب ورکونه نور اهداف دي چې د ښاغلي ترابي په وینا، په راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال کې به له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم لومړيتوبونه وي.

ښاغلی ترابي وایي، داسې کمېسیون جوړوي چې له اداري فساد سره د مبارزې د ټولو بنسټونو لپاره یو چتر برابر کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی مشر سید حسین فخري له اداري فساد سره د مبارزې د موازي کمېسیونونو موجودیت اغېزناک نه بولي او وایي چې یوازې موازي جوړښتونه نه، بلکې سیاسي مسایل هم شته چې دا مبارزه به لا کمزورې کړي.

ارشیف، له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی مشر سید حسین فخري
ارشیف، له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی مشر سید حسین فخري

ده وویل:

"زه د دغې ستراتیژۍ پلي کولو ته زیات خوشبین نه یم او په تېره بیا د هغو مفسدو کسانو پر وړاندې چې ځانونو ته د رأیو بانک فکر کوي او ځیني نور یې په انتخاباتي ټیمونو کې ونډه لري، ډېر سیاسي مسایل به د دې لامل وګرځي چې هم سږ کال او هم راتلونکي کال کې له اداري فساد سره مبارزه کمزورې شي."

ښاغلی فخري وایي، تر هغه چې له اداري فساد سره د مبارزې ټینګه اراده موجوده نه وي او پر فاسدانو او زورواکو قانون پلی نشي، د هدف او پلانونو ټاکل به له فساد سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ځای هم ونه نیسي.

راپور: فېروزه عزیزي

This item is part of
XS
SM
MD
LG